چهار شنبې د جولای 28مه
وروستی بدلون 06 05 1389 03:59 PM
زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د جګړې د افشا شویو اسنادو په اړه مقالې او مضمونونه خپاره کړي او دا کار یې یوه ستره لوبه بللي چې د افغانستان په جګړې به یې هم اثر زیات وي.
ایرش ټایمز:
ایرش ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ کڼې کې په دې اړه لیکلي، د افغانستان د جګړې په اړه د پټو اسنادو خپرول په حقیقت کې د طالب وسله والو د تبلیغ لپاره یوه ډېره ښه وسیله هم کیداي شي او دا ځکه په دې اسنادو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بمباریو او ځمکنیو عملیاتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پیښې په پوره تفصیل سره خپرې شوي دي.
خو د وال سټریټ ژورنال او ډیلي ټیلګراف د ورځپاڼو په باور، په دې اسنادو کې د یوې مهمې مسالې یعنې په افغانستان کې د ګاونډیانو د لاس وهنو او له طالب وسله والو څخه د هغوی د ملاتړ یادونه هم شوې ده.
ډیلي ټیګراف:
ډیلي ټیلګراف ورځپاڼه لیکي، که څه هم چې ایران ادعا کوي له طالبانو سره اړیکې نه لري خو په افشا شویو اسنادو کې ښودل شوي چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د وسله والو یوه ډله له ایران څخه افغانستان ته داخله شوې وه اوپه جګړو کې یې ګډون کړی و.
یو شمېر نورو ورځپاڼو هم له طالبانو څخه د ایران ملاتړته اشاره کړېده.
د پاکستان د ونډې په اړه امریکایي ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال لیکي، په افشا شویو اسنادو کې راغلي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو ځیني کسان اوس هم د طالبانو، د حقاني ډلې او د حکمتیار د اسلامي حزب ملاتړ کوي.
د ورځپاڼې په باور، تر هغې چې د پاکستان سیاست د دې هیواد د پوځ په واک کې وي، امریکا او لویدیځ باید دا تمه ونه کړي، چې د پاکستان په خاورې کې به د دغو ډلو فعالیتونه بند شي.
ورځپاڼه لیکي، د پاکستان پوځ د یوې ایډیالوژۍ یا مفکورې په اساس فعالیت کوي، او که په اوږدې مودې کې د پاکستان پوځ د سیاست والو په واک کې را نه وستل شي نو د پاکستان په سیاست کې د کوم بدلون تمه باید ونه شي.
نیو رپبلیک:
نیو رپیبلیک خپرونې هم په همدې اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې راغلي، له دغو ستونزو او ګډوډ حالت څخه د خلاصون یوازینۍ لار دا ده چې متحده ایالات باید په افغانستان کې خپله ستراتیژي بدله کړي.
خپرونه لیکي، داسې ګونګسې هم روان دي، چې د افغانستان د جګړې په اړه د پټو اسرارو دا افشاکیدل ممکن د دې لپاره وي، چې امریکاییان په خپل حکومت فشار وارد کړي، چې له افغانستان څخه ووځي.
خپرونه لیکي، په داسې یوه حالت کې به د حل لار یا چاره څه وي؟ د خپرونې په باور، امریکا باید په پوځي او ډپلوماتیک ډګرکې بدلون راولي او له طالبانو سره مسقیمو خبروته لار هواره کړي او پاکستان د دې کار منځګړتوب ته تیار هم دی.
نیو ریپبلیک خپرونې د پیژندل شوي ژورنالیست احمد رشید خبره هم راخیستې چې وایي، د افغانستان خلک او حکومت په خبل هېواد کې د پاکستان د ونډې له زیاتیدو څخه اندیښمن دي او له همدې امله باید امریکا له مخالفانو سره په مسقیمو تماسونو کې دخیل وي او وضع وڅاري.
خپرونه د احمد رشید د خبرو په دوام کی لیکي، په پوځي ډګر کې بدلون باید داسې وي چې د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان په جنوب کې جګړې پریږدي او په نورو برخو کې د بیارغوونې کارونه چټک کړي تر څو د خلکو ملاتړ حاصل کړي.
په داسې یوه حالت کې به په حکومت او بهرنیو ځواکونو باندې د عامو خلکو باور زیات او د وسله والو لیکي به کمزوری شي او وسله وال به د وخت په تېریدو سره د شخړې سیاسي حل ته غاړه کیږدي.