ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

چهار شنبې د زمري ۶مه

وروستی بدلون 06 05 1389 03:32 PM

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ویکي لیکس انټرنټ پاڼې له خوا خپاره شوي محرم اسنادو په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې د افغانستان په چارو کې د ګاونډیانو ښکاره لاسونه افشا کوي. کابل کې زموږ همکار احمد زبیر ژمن خپرونې اوړولي او لاندني مطالب یې تر راچاڼ کړي دي.

اراده:

ارادې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په لومړي مخ كې د افغانستان په كورنيو چارو كې د ايران د لاسوهنې په اړه يو مطلب خپور كړى او ليكلي يې دي، ايران د افغانستان په بې ثباتۍ كې لوى لاس لري.

په مطلب كې ويل شوي، چې د افغانستان د جګړې په اړه د ويكي لكس ويبپاڼې په پټو اسنادو كې دا هم ښودل شوي، چې ايران وسلوالو مخالفين، د القاعدې پر ډلې تړلي سيمه يېز قومندانان او ځانمرګي بريد كوونكي له مالي او تسليحاتي پلوه حمايه كوي.

د ارادې سرمقاله په افغانستان كې د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې په اړه ده.

په سرمقالې كې د هلمند د سنګين ولسوالۍ د څو ورځو مخكې پيښې ته اشاره شوې، چې د ناټو ځواكونو په عملياتو كې په كې له پنځوسو زيات ملكي خلك ووژل شول.

ارادې ليكلي، چې د ملكي مرګ ژوبلې په اړه د افغان دولت شعار ته ورته غبرګونونه هيڅ درد نه شي دوا كولاى، بلكې د ليكوال په باور د دې ستونزې د مخنيوي لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې ليكلي، چې د افغانستان جمهور رييس د بهرنيو چارو وزارت او د ملي امنيت شورا ته امر كړى، چې د افغانستان د جګړې په اړه د زرګونو خپاره شويو اسنادو په اړه څيړنه وكړي او هغه ټكي يې مشخص كړي چې له امنيتي او بهرني سياست له پلوه ارزښت لري.

هيواد ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې همداراز په افغانستان كې د روانې جګړې په اړه هم تبصره كړې او ليكلي يې دي، نړيوال ځواكونه دې د افغانستان په كليو او بانډو كې درانه پوځي عمليات نه ترسره كوي، ځكه چې زموږ كليوال خلك له ترهګرۍ سره هيڅ اړيكه نه لري.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خصوصي تلويزيونو په ځينو هغو پروګرامونو په بنديز تبصره كړې چې افغان دولت د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر خلاف بللي.

ورځپاڼې ليكلي نه رسنۍ او نه هم حكومت ملي ګټې په پام كې نيسي.

ملي ارمان ليكي، كه له يوې خوا د افغانستان ځينې خصوصي تلويزيونونه ملي ګټې په پام كې نه نيسي له بلې خوا حكومت بايد د هغو بهرنيو چينلونو د خپرونو مخه هم ونيسي چې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف خپرونې كوي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې په ماموريت هم يو مطلب خپور كړى او په غټ سرليك كې يې ليكلي، امريكا او انګليس د افغانستان په جګړې كې له ماتې سره مخ شوي.

باختر:

باختر ورځپاڼې ليكلي چې د افغانستان جګړې په اړه د يوه انټرنيټي مركز له خوا د يو نوي زرو نويو اسنادو خپريدو افغان دولت ته يو نوى فرصت برابر كړى.

ورځپاڼې ليكلي افغان دولت بايد له دغو اسنادو نه د پراخو تبليغاتو لپاره كار واخلي او نړۍ ته پرې ثابته كړي، چې په سيمه كې د ناامنيو او بې ثباتيو اصلي منابع چيرته دي او څرنګه بايد ورسره مبارزه وشي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس