ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

دوشنبې د جولاى ۲۶ مه

زيات طالبان له سيمې وتلو ته مجبوره شول، د ولسوالۍ مرکز ارام ښکاري
04.05.1389

په نړېوالو ورځپاڼو كې واشنګټن پوسټ د افغانستان او سيمو په اړه بېلابېل مطالب او تحليلونه خپاره كړي چې صالح محمد صالح ورته كتنه كړې.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه يوه تحليلي ليکنه کې د هلمند ولايت د دوو سيمو ناوې او مارجې ولسواليو وضعيت پرتله کړى.

واشنګټن پوسټ ليکي، په ناوې ولسوالۍ کې د ټروريزم په وړاندې د جګړې د ستراتيژۍ له کبله وضعيت داسې بدل شو، چې زياتو خلکو ته معجزه ښکاري.

د ورځپاڼې په باور:

زيات طالبان له سيمې وتلو ته مجبوره شول، د ولسوالۍ مرکز ارام ښکاري، د امريکا سمندري ځواکونه شاوخوا له زغروالو واسکټونو او محافظتي خوليو پرته ګرځي، د سيمې په کچه اقتصاد هم د ودې په حال کې دى، ځکه امريکا له کروندګرو سره څه باندې ١٠ مليونه ډالره مرسته کړې او د بل هر وخت په پرتله د ولسوالۍ بازار له خلکو ډک ښکاري.

ورځپاڼه زياتوي:

د ناوې په بازار کې زياتې سوداوې کېږي، چينايي موټرسايکلونه او موبايل ټيليفونونه په کې خرڅېږي، د دغو نوېو شيانو ځلا سترګې برېښوي، هلته ان د ايسکريمو يو دکان هم شته.

واشنګټن پوسټ ليکي، که په ناوې کې دغه وضعيت دى، په څنګلورې ولسوالۍ مارجې کې، چې د ټروريزم په وړاندې د جګړې ستراتيژۍ د سخت دريځو د خپرېدو ستونزه نه ده په کې ختمه کړې- وضعيت بل ډول دى.

واشنګټن پوسټ وايي، په لسګونو طالبان اوس هم په سيمه کې شته، د امريکا د سمندري ځواکونو له سترو عملياتو وروسته هم چې هدف يې د دغو وسلوالو ختمول وو، د ورځپاڼې په وينا، طالبان اوس هم پر سړکونو ماينونه ښخوي او پر ګزمو ډزې کوي.

په سيمه کې د وسلوالو دغۀ حضور د ملکيانو د مرستې او ساتنې هڅې شنډې کړي دي.

همدې ورځپاڼې په يوه بل مطلب کې د افغانستان او سيمې په اړه تحليل کړى دى. په پيل کې يې راغلي دي:

د افغانستان او پاکستان وروستى اقدام چې خپلې اړيکې سموي، د سيمې په نورو هېوادونو کې اندېښنې زياتې کړي دي او د دې باعث شوي چې ځينې هېوادونه د ولسمشر حامد کرزي له سياسي مخالفو کړيو سره د اړيکو پر پراخولو غور وکړي.

واشنګټن پوسټ زياتوي، د امريکا حکومت په دې نظر دى چې د افغانستان او پاکستان اقدامات په دواړو هېوادونو کې له سخت دريځو سره د مبارزې لپاره ضروري دي، خو هند، ايران او د افغانستان شمالي ګاونډي وېره لري چې دا د ولسمشر حامد کرزي د هغې غوښتنې د سرته رسولو لپاره نوي ګامونه دي چې غواړي له طالب مشرانو سره خبرې وکړي او ممکن په حکومت کې يې راشريک کړي.

ورځپاڼه د ليکنې په دوام زياتوي، دا وېره د هند ځينو عالي رتبه چارواکو په خپلو وروستيو مرکو کې څرګنده کړه. ورځپاڼه ليکي، دا د امريکا حکومت ته لوى چيلنج دى، چې غواړي د افغانستان د باثباته کولو لپاره د نوښتونو ملاتړ وکړي. ورځپاڼه په دې باور ده چې امريکا دغه راز غواړي د هند او پاکستان په اړيکو کې کړکېچ راکم کړي.

واشنګټن پوسټ د يوه لوېديځ ډيپلومات له قوله ليکي، چې هنديان اندېښنه لري، د دې ډيپلومات په خبره، هند له افغانستان سره تر يوه مليارد ډالرو زياته مرسته کړې. د نوموړي په خبره خو اوس په افغانستان کې پاکستان د هند تياره ګوله تر ستوني تېروي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس