سې شنبې د کب ۲۵مه
ملي ارمان:په كابل كې د موټرونو د تورو ښيښو د پاكولو پروسه باید د خلكو د ځورېدو سبب نه شي. وروستی بدلون 25 12 1388 03:09 PM
نن په کابل کې ګڼو ورځپاڼو د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه بېلابېل تحليلي مطالب خپاره كړي دي، چې په لاندیني مطلب کې راچاڼ شوي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په يوه مطلب كې په افغانستان او پاكستان كې په پنتاګون پورې اړوندې د جاسوسۍ د يوې شبكې افشا كېدو ته اشاره كړې ده.
ملي ارمان د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د يوه راپور په استناد ليكلي دي، امريكايي چارواكو د دغو جاسوسي عملياتو په اړه، چې د امريكا د دفاع وزارت د يوه چارواكي له خوا رهبري كېدله، اندېښنه ښودلې.
ملي ارمان په يوه بل مطلب كې په كابل كې د موټرونو د تورو ښيښو د پاكولو پروسې ته په اشارې سره ليكلي دي، دا كار بايد د خلكو د ځورېدو سبب نه شي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په يوه مطلب كې ليكلي دي، چې د وسلوالو طالبانو پر ضد د پاكستان په پاليسيو كې بدلون د امريكا د ولسمشر بارك اوباما د سياست برياليتوب په ګوته كوي.
هېواد ورځپانې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې په افغانستان كې د روغې جوړې د روانو هلو ځلو په اړه ليكلي دي، چې پخلاينه د جګړو د پاى ته رسولو يوازينۍ لاره ده.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې د سولې د مشورتي جرګې په اړه، چې په راتلونكى پسرلى کې به په كابل كې جوړه شي، په يوه مطلب كې ليكلي، چې دا جرګه بايد په هېواد كې د دوامدارې سولې راوستلو لپاره له افغان ولس سره مشوره، مفاهمه او موافقه وكړي.
ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د افغانستان د كورنيو چارو د وزير وروستۍ څرګندونې راخيستي، چې ويلي يې دي، په كندهار كې به ډير ژر پوځي عمليات پيل شي.
اراده:
ارادې ورځپاڼې، جګړه جګړه زيږوي تر سرليك لاندې په خپلې سرمقالې كې د نوي لمريز كال د را رسېدو په درشل كې په افغانستان كې روانې امنيتي ستونزې څيړلي دي.
په سرمقالې كې ټينګار شوى دى، چې د افغانستان د ستونزو حل د جګړې دوام نه بلكې خبرې اترې دي چې په نوي كال كې بايد په دې برخه كې عملي ګامونه پورته شي.
ارادې په يوه بل مطلب كې په ايران كې د درېو زرو افغان زندانيانو د اعدام پريكړه غندلې او دا يې د افغانستان په وړاندې د ايران يوه دښمنانه پاليسۍ بللې.
ویسا:
ويسا ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې د افغانستان، پاكستان او ايران ترمنځ اړيكې څيړلي دي، او ليكلي يې دي، دا درې هېوادونه بايد په سيمه كې د جګړې د له منځه وړلو لپاره خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ كړي.
هشت صبح:
هشت صبح ورځپاڼې په يوه مطلب كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزه څيړلې او ليكلي يې دي، چې افغان دولت د دې ستونزې له امله د بهرنيانو تر سخت فشار لاندې دى.
د ليكوال په باور تر څو، چې په افغان دولت كې زوروركاران موجود وي، د مخدره موادو پر ضد مبارزه به هم ټكنۍ وي.
اصلاح او انیس:
اصلاح او انيس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه بېلابېل تحليلي مطالب خپاره كړي دي.
انيس د افغانستان د وزيرانو شورا د تېرې ورځې د غوڼدې راپورخپوركړى او په دې غونډه كې يې د ولسمشر حامد كرزي هغه خبره هم راخيستې چې ويلي يې دي، د پاكستان له همكارۍ پرته په افغانستان كې بشپړه سوله او ثبات نه شي راتلاى.
اصلاح ورځپاڼې بيا په ټیليفون د افغانستان او امريكا د ولسمشرانو د وروستيو څرګندونو په اړه يو مطلب خپور كړى او ليكلي يې دي، دې دواړو مشرانو د افغانستان او امريكا ترمنځ د ستراتيژيكو همكارېو په دوام ټينګار كړى.
دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې