شنبې د کب ۱۵مه
15.12.1388
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د طالبانو د ماليي د وزير او د يو مهم قومندان د نيولو خبر وركړې او په غټو ټكو سره يي ليكلي، چې د ملابرادر احتمالي ځاى ناستې اغا جان معتصم او د طالبانو مهم قومندان حاجي اخندزاده په ناد علي ولسوالۍ كې نيول شوي دي.
ورځپاڼې د همدې مخ په سركې افغانستان ته د ملابردار د سپارلو مسئله څيړلې او ليكلي، چې د ولسمشركرزي دغوښتنې اود امريكا د فشارونو سره سره پاكستان د ملابردارله سپارلو انكار كوي.
په ورځپاڼه كې له امنيتي پېښو څخه د ژوندېو خپرونو د بندولو لپاره د حكومت په وروستۍ پريكړې هم بحث شوې او په دې ترڅ كې د بې سرحده خبريالانو د ټولنې په حواله ليكل شوي، چې حكومت د رسنيو په وړاندې په خپلې دې پريكړې له سره غور وكړي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په دې موضوع بحث كړې، چې ولې د افغان ولس ذهنيت د نړېوالو په خلاف اوښتې دې او ليكلي، چې امريكا او نړېوال بايد د دې ذهنيت د بدلولو هڅه وكړي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د هرالډ ټربيون ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې د پاكستان د استخباراتي ادارې يو شمېر پخواني افسران اوس هم وسلوال روزي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې كابل ته د هند د ملي امنيت د سلا كار په سفر بحث كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې هند به له افغانستان سره خپلو همكارېو ته دوام وركړي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نوي تعليمي كال په پيل بحث كړې او په دې ترڅ كې ښوونځيو ته د ماشومانو د استولو او د ښوونځيو د پرانستلو او خوندي كولو لپاره د خلكو مسؤليتونه په ګوته كړي دي.
سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د ناټو په دې پريكړې، چې د شپې له خوا د كيدونكو عملياتو مشري افغان ځواكونو ته سپاري بحث كړې او د كتونكو په حواله يي ليكلي، كه دغه پريكړه په سمه توګه پلې شي نو ښه پايلې به ولري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا د وسلوالو له ليكو سره د افغان ځوانانو د يو ځاى كېدو مسئله څيړلې او په افغانستان كې د ناټو د يو افسر په حواله ليكلي، چې د افغان دولت كمزوري ځوانان دې كار ته هڅولي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په وروستيو څرګندونو بحث كړې او په افغانستان كې د يوناما حضور سمبوليك بللې، چې د ورځپاڼې په وينا نه شتون يى ښه دې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليكلونه تر ډيره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي وروستيو څرګندونو ته ځانګړې كړي او د هغه په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې افغانستان اوس مهال يو اشغال شوې هېواد بلل كيږي.
ورځپاڼې د كای ايډه په حواله دا هم ليكلي، چې د افغانستان له ورانې وضعې نه خوښ نه دې.
په ورځپاڼه كې كابل ته د ناروې د بهرنيو چارو د وزير سفر ته هم كتنه شوې او د هغه په حواله ليكل شوي، چې د افغانستان د روان بحران د حل يوازنۍ لاره جنګ ندې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د سيمې د هېوادونو او په تېره بيا د ايران، پاكستان او هند رول څيړلې او د هغې بېلابېل اړخونه يى جوت كړي دي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانوو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزه څيړلې او د هغې په وړاندې يى د جدي مبارزې غوښتنه كړې.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې په هېواد كې د بيان له ازادۍ څخه د ملي ګټو په خلاف د كار كولو مرچله جوړه نه شي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د خصوصي مخابراتي شبكو د څار لپاره د مخابراتو د وزارت په وروستي اقدام بحث كړې او هغه يى په هيواد كې د مخابراتي خدماتو د پياوړې كولو لپاره ضروري بللې دې.
ورځپاڼې په دوام كې كه څه هم په هېواد كې د مخابراتي خدماتو په ودې خوښي څرګنده كړې خو ليكلي، چې اوس هم لا ځينې ستونزې شته، چې بايد ورته جدي پاملرنه وشي.
ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په هېواد كې د نيالګيو د كينولو بهير انځور كړې او پكې خلك هڅول شوي، چې د خپلو سيمو په سمسورتيا كې بايد فعاله ونډه واخلي.