ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په ننګرهار كې سيلابونه

كركټ په نورستان كې

د وطني ديګيو بازار ګرم دى

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

جمعې د مارچ پنځمه

14.12.1388
کریسچین ساینس مونیټر:

کریسچین ساینس مونیټر ورځپاڼه تر دې عنوان لاندې، چې د مارجې د عملیاتو پای په افغانستان کې د سولې لپاره یو حیاتي ازمیښت دی لیکي:

اوس چې د مارجې عملیات پای ته رسیدلي دي یوه بله سخته وظیفه دلته پیلږي.

لومړۍ بایدهغو سمیو کې، چې ترکنترول لاندې راوستل شوي امنیت ټینګ شي او بیا دلته عادي ژوند ته د ځايي طالبانو د راګرځولو پروسه پیل شي.

ورځپاڼه د کتونکو په حواله لیکي:
اوس په مارجه کې روانې هلې ځلې حساسې مرحلې ته داخلې شوي دي ځکه، چې هیڅوک نه پوهیږي چې څومره شمېرکې طالبان دلته ځای پر ځای شوي وه، څومره له عملیاتو دمخه له سیمې وتي دي او څومره په عامو خلکو کې پټ شوي دي.

او همدې ته په کتنې سره دا ګرانه ده چې څوک پوه شي چې څومره طالبان له دولت سره سولې ته لیواله دي.

کریسچین ساینس مونیټر وړاندې لیکي:

د روغې جوړې لپاره په اپریل میاشت کې د افغان ولسمشر حامد کرزي هڅې اوج ته رسیږي ځکه چې کرزۍ غواړي په اپریل کې د سولې لویه جرګه راوبولي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د ایساف ځواکونو د یوه افسر په حواله، چې نه غواړي نوم يې یاد شي لیکي:

قومي مشران او د نړېوالو ځواکونو قومندانان وخت ته اړتیا لري څو د مارجې د خلکو اعتماد راجلب کړي.

هغه وايي، دا دې پورې تړلې چې افغان حکومت او نړېوال ملګري يي څومره کولی شي د سیمې له خلکو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او دا روابط وساتي.

ورځپاڼه د امریکا د دفاع د وزارت د ویاند جیف موریل له قوله لیکي، چې د عملیاتو بله مرحله په قندهار ولایت کې پیلږي چې زراو یا به څه موده وروسته ترسره شي.

نوموړي ویلي، په قندهارکې به هم دعملیاتواصلي اهداف بیارغونه اوعادي ژوند ته د طالبانود ګرځولو پروسه وي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼې بیا په دې اړه چې امریکا باید څرنګه خپل راتلونکې پوځي سیاست وټاکي مطلب خپورکړي او د امریکا د مشترګو ځواکونو د لوی درستیز مایک مولن په حواله لیکي:

د متحده ایالاتو پوځي ستراتیژي باید همیش بدلون ومومي. د نوموړي په وینا د مارجې عملیات د دې بیلګه ده.

د مولن په وینا د مارجې عملیات د امریکا د ځواکونو له پخوانېو جګړو توپیر درلود ځکه، چې په مارجه که څه هم وخت زیات ولګید خو د ملکي خلکو د ژوند موضوع حیاتي اهمیت درلود.

له بل لوري امریکايي قومندانان په دې باوردي، چې یوازې په جګړو کې په کامیابۍ سره بریالیتوب نه شي تر لاسه کېدای بلکه سیاسي هلې هم پراخې شي.

دا ځل هم امریکايي قومندانان په افغانستان او په ځانګړي ډول په مارجه کې د پراختیاي پروګرامونو له لارې غواړي ترلاسه شوي کامیابي دوام ومومي.

له دې پرته د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس ویلي، چې نه باید ټولې منابع په داشان جګړو کې دې وزارت ته وسپارل شي بلکه د بهرنیو چارو وزارت له لارې هم باید د کامیابۍ لپاره دیپلو ماتیکه زمینه برابره شي.

لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼه په دې لړکې سیاسي هڅو، د روغې جوړې پروسې او عادي ژوند ته د طالبانو د جزبولو او د افغانستان د خلکو د اعتماد ترلاسه کولو چارو کار ته اشاره کوي.

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس