پنجشنبې د کب۱۳مه
13.12.1388
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په اړه ګڼ مطالب لیکلي چې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند ورته کتنه کړې.
ويسا:
دې دولتي ورځپاڼې بيا هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك په كابل كې د وروستيو بریدو په اړه كيدونكو بحثونو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې د دې حملو هدف د جوړجاړي د بهير زيانمنول وو.
ورځپاڼې په خپله سر مقاله كې بيا په دې بریدو كې د لشكر طيبه ښكېلتيا ته په اشارې ليكلي، چې دې بریدو يو اساسي پيغام دا درلود، چې په سيمه كې داسې ډلې شته، چې نه غواړي په افغانستان كې سوله او امن ټينګ شي.
ورځپاڼې ليكلي، چې اوس يي وخت دې، چې بايد په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره يو مسؤلانه خوځښت پيل شي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې روانو جنګونو ته هم كتنه شوې او د امريكا د يو جګ پوړي قومندان په حواله ليكل شوي، چې روان كال د بهرنيو ځواكونو لپاره به له ستونزو ډك وي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په مارجه كې د پوځي عملياتو پاى ته په اشارې چارواكې هڅولې، چې پاكې شوې سيمې بايد خوندي كړي او د بيارغونې امكانات برابر كړي.
ورځپاڼې په دوام كې د دې سيمې لپاره د چارواكو د ټاكلو په برخه كې هم ځيني سپارښتنې كړې او ليكلي، چې داسې كسان بايد وټاكلې شي، چې له خلكو سره د كار كولو تجربه ولري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د امريكا د ولسمشر بارك اوباما بهرنې سياست څيړلې او ليكلي، چې له افغانستان څخه د ځواكونو د ويستلو د نېټې ټاكل يوه لويه تېروتنه ده.
په ورځپاڼه كې د ځينو ټلويزيوني شبكو په خپرونو هم انتقاد شوې، چې په كې د ورځپاڼې په وينا كسانو ته سپكاوې كيږي او ليكلي، چې دا نه هنري او نه هم ريښتينې خپرونې دي.
سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې د بلخ والي له ولسمشر كرزي سره د پخلاينې لپاره كابل ته راغلې دې.
ورځپاڼې ليكلي، چې له دغه سفره ښكاري، چې عطا محمد نور، چې د ولسمشر د دويم ځلې انتخاب سره يى مخالفت كاوه له خپلو كړنو پيښيمانه دې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې تيرو ديرش كلونو ستونزو او ناخوالو ته كتنه كړې او د هغې اساسي علت يى په افغاني سياست كې د باور نشتوالې ښودلې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په وسلوالو مخالفينو دا انتقاد كړې، چې د افغان دولت او نړيوالو ځواكونو پر ضد پخپله جګړه كې عام المنفعه تاسيسات په نښه كوي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم د انتخاباتو په قانون كې په راوستل شويو تعديلاتو بحث كړې او پدې ترڅ كې د احمد ضيا مسعود د وينا دا ټكي راخستي، چې د ولسمشر كرزي دا فرمان د انتخاباتو په بهير كې شفافيت تر پوښتنې لاندې وړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې ولسمشر غواړي، چې په هيواد كې د يوې ريښتينې ملي شورا د جوړيدو مخه ونيسي.
د ورځپاڼې سرمقاله په رسنيو لږول شوي وروستي بنديز ته ځانګړې شوې او پكې غوښتل شوي، چې د سانسور دروازې بايد وتړلې شي.
خو ورځپاڼې د همدې موضوع په اړه په يو بل مطلب كې د ولسمشر كرزي د وياند په حواله ليكلي، چې د وسلوالو له حملو نه د مستيقيمو رپورټونو د خپرولو مخنيوې سانسور ندې.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې بيا د وسلوالو مخالفينو له حملو څخه د مستيقيمو خپرونو د بندولو لپاره د حكومت د وروستي اقدام ننګه كړې او ليكلي، چې د رسنيو ازادي بايد له ملي ګټو په رڼا كې تعمين شي.
خو اصلاح بيا خپله سرمقاله په افغانستان كې د نوي تعليمي كال پيل ته ځانګړې كړې او پدې ترڅ كې ښوونځيو ته د ماشومانو د استولو لپاره د كورنيو مسؤليتونه په ګوته كړي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د كابل د وروستيو حملو زيانونو ته كتنه كړې او ليكلي، چې دى حملو په كابل ښار كې سوداګريز فعاليتونه اغيزمن كړي.
ورځپاڼې په دوام كې چارواكي هڅولي، چې له دا ډول پيښو سره بايد مناسب چلند وكړي، څو په هيواد كې پانګه ونه وهڅولې شي.
دې ورځپاڼې هم په يو مطالب كې له ولسمشر كرزي سره د بلخ د والي او مخورو د ليدنې خبر وركړې او ليكلي، چې د بلخ مخورو پخپل ولايت كې د زياتو پروژو د پلې كولو غوښتنه وكړه.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې په دولتي ادارو كې بيروكرسي انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې د دولتي ادارو د چارو په وړاندې يى خنډونه رامنځ ته كړي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې جنګ د افغانستان د ستونزو د حل لاره نده.
ورځپاڼې په هيواد كې د امنيتي ستراتيژۍ د جوړولو لپاره روانو بحثونو ته په اشارې ليكلي، تر هغو، چې پدې موضوع كې بهرني ځواكونه ښكيل نشي د افغانستان درې ګونې قوې هم دا كار نشي كولې دا ځكه، چې د ورځپاڼې په وينا په هيواد كې اصلي پريكړه د بهرنيو په لاس كې ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د رسنيو په روان حالت بحث كړې او ليكلي، چې دوى له هيڅ ډول ملاتړ نه برخمن ندي.