چهارشنبې د کب دولسمه
12.12.1388
د کابل ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د نا امنیو په اړوند مطالب لیکلي، چې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند ورته کتنه کړې.
سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې په يو څيړنيزمطلب كې په افغانستان كې روانوحالاتو ته كتنه كړې او په غټو ټكوسره يي ليكلي، چې لاهم د نا امنيو او جنګ طلسم نه دې مات شوې.
ورځپاڼې د دې مطلب په دوام كې افغانانو ته دا سپارښتنه كړې، چې د روان حالت د پاى ته رسولو لپاره دې جدي هڅې وكړي.
په ورځپاڼه كې په كندهار كې د پېلېدونكو پوځي عملياتو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او دا پوښتنه يي كړې، چې ايا مارجه ودانه شوه، چې اوس د كندهار وار شو.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې يو ځلې بيا په افغانستان كې د ملكي مرګ ژوبلې په اړه د امريكا او ناټو په وروستيو اقداماتو بحث كړې، چې له مخې يي د هر وژل شوي افغان د سر بيه ټاكل كيږي.
ورځپاڼې ليكلي، چې دا له سپكاوي ډك اقدام به په افغانانو كې د خپلو وژونكو د محاكمې روحيه په غچ اخستنې بدل كړي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د افغان ولسمشر او د چك جمهوريت د دفاع د وزير ترمنځ د ليدنې خبر وركړې او ليكلي، چې د چك د دفاع وزير له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ وركړ.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې مارجې ته د ولسمشر كرزي د دوېم مرستيال په سفر بحث كړې او ليكلي، چې په مارجه كې برياليتوب د پوځي عملياتو ترڅنګ نورو پراخو هڅو ته اړتيا لري.
ورځپاڼې ليكلي، چې په مارجه كې طالبانو ماتې خوړلې خو دا د ستونزې پاى نه دې او امينيت ځواكونه بايد په سيمه كې خلكو ته امنيت او د بيارغونې پراخ امكانات برابر كړي.
ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په كابل كې د هوا ككړتيا انځور كړې او په كې دا ښودل شوې، چې ككړه هوا بېلابېل خطرناكه ناروغۍ خپروي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د مشرانو جرګې د مشر پرونۍ څرګندونې راخیستي او په غټو سره يي ليكلي، چې نړېواله ټوله نه غواړي، چې القاعده مشران په نښه كړي.
ورځپاڼې په دوام كې د حضرت صبعت اله مجددي د وينا دا ټكي هم راخیستي، چې تر څو اى ايس اى د ترهګرو له همكارۍ لاس په سر نه شي په افغانستان كې ارامې نه شي راتلاى شي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په هغو محدوديتو بحث كړې، چې له مخې يى رسنۍ نه شي كولې د امنيتي پېښو په مهال د پېښې له ځايه ژوندۍ خپرونې ولري.
ورځپاڼې په دوام كې غوښتي دي، چې د تصويري رسنيو د مبتذله پروګرامونو د بندلو لپاره هم بايد، چې د ټول ولس غوښتنه ده اقدام وشي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا له امنيتي پېښو څخه د ژوندۍ خپرونو د بندولو لپاره د امنيتي ادارو په وروستي اقدام انتقاد كړې او ليكلي، چې د حقايقو پټول د شايعاتو بازار ګرموي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم په رسنيو باندې په لګول شوی دې محدوديت بحث كړې او هغه يى د سانسور د اوسپنيز ګامونو غږ بللې دې.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د افغانستان د مشرانو جرګې د مشر په پرونيو څرګندونو بحث كړې، چې په كې په افغانستان كې د پاكستان د لاس وهنو د مخنيوي او د امنيت د ټينګښت لپاره ولسونو ته د وسلو په وركولو ټينګار شوې دې.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ كې د اميد په نامه پېلېدونكو عملياتو ته په اشارې، چې د اتلسو مياشتو لپاره به دوام كوي په ولسي جرګه كې د خلكو د استازو په حواله ليكلي، تر هغو، چې د خلكو ستونزو ته پاملرنه ونشي دا عمليات بې فايدې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د بې كارۍ ستونزه څيړلې او پدې ترڅ كې د كار او ټولنيزو چارو وزارت د مرستيال پرونيو څرګندونو ته په اشارې، چې پكې په افغانستان كې د بې كارو ځوانانو شمير شاوخوا درې ميليونه ښودل شوې ليكلي، چې دې ستونزې ته بايد جدي پام وشي.
په ورځپاڼه كې د كابينې د پاتې غړو د ورپيژندلو په موضوع هم بحث شوې او د ولسمشر كرزي د وياند په حواله ليكل شوي، چې دا بهير به ډير ژر پيل شي.