ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

چهارشنبې د مارچ درېمه

12.12.1388

نړېوالو باسټن ګلوب او فایننشل ټایمزورځپاڼو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونوعملیاتو په اړه مطالب لیکلي، چې جان اقا الکوزي ورته کتنه کړې .

باسټن ګلوب:

په امریکا کې خپریدونکي باسټن ګلوب ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د هلمند ولایت د مارجې د عملیاتو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي لیکي:

دا ځل امریکایي ځواکونه افغانان یوازې نه پریږدي او هره سېمه چې نیسي، پاکوي یي او د خلکو د اسانتیاو په مقصد په کې د بیا رغوونې کارونه پیلوي.

ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې قومي جوړښت هم یوه ستونزه ده چې بهرنيو لاس وهنو او د افغانانو تر منځ تفرقو ته لاره هواروي. خو بیا هم دا مسله د پاکستان په نسبت په افغانستان کې توپیر لري.

د پاکستان په شپیته کلن عمر کې هره ورځ د دې هېواد د تجزیي، قومي او ځمکني بیلتون خبرې کیږي او مرکزي حکومت تر اوسه په دی نه دی توانیدلی چې دا بیلتون لرې او یو واحد ملت ایجاد کړي.

مګر په افغانستان کې بیا خبره داسې نه ده. په دې هېواد کې د مختلفو قومونو له موجودیت سره سره، هیڅ قومي ډله د افغانستان د تجزیي او بیلتون خبره نه کوي او له هرې ډلې سره، چې خبرې کیږي د افغانستان په ملي وحدت او ځمکني تمایمت ټینګار کوي.

باسټن ګلوب ورځپاڼه لیکي:

په نورو مسلو سربېره، افغانان په بهرنیانو زیات باور نه کوي او دا ځکه، چې بهرنیو اشغالګرو تل د خپلو هدفونو په مقصد افغانستان ته لښکرې استولي او چې کله یي مقصد پوره شوی نو دې هېواد ته یي شا اړولې ده.

ورځپاڼه زیاتوي:

د افغانستان په معاصر تاریخ کې خلک فکر کوي، چې امریکا او لویدیځ یو ځل د پخواني شوروي اتحاد د ماتولو او ړنګولو په مقصد ځانونه افغانستان ته نږدې کړل او دا ځل یي د القاعده شبکې د ماتولو په مقصد له افغانانو سره ځانونه خواږه کړي دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

که امریکا او لویدیځ دا ځل د افغانانو باور حاصل کړي، دوی ته ډاډ ورکړي، چې یوازې د دوی د ښیګڼې او مرستې په مقصد افغانستان ته راغلي او نه غواړي د خپلو مقصدونو لپاره له دې هېواد څخه استفاده وکړي نو په هغه صورت کې به افغانان په دوي اعتماد وکړي او په دی توګه به په سیمې کې امریکا او متحدینو ته د بري امکانات هم برابر شي.


فایننشل ټایمز:

په انګلستان کې خپریدونکي ورځپاڼې فایننشل ټایمز په ورستۍ ګڼې کې(په مارجې کې له جګړې وروسته حکومت دارۍ ته پام اړول شوی) تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلی ده.

ورځپاڼه لیکي:

د مارجې شنې ځمکې او کروندې، چې د افغانستان د نشه یي موادو کر په کې کېده، له زیاتو ستونزو وروسته د افغان او بهرنیو ځواکونو په واک کې دي . د مارجې په جګړو کې له سلو زیات وسله وال او شپږ ایتلافي عسکر هم ووژل شول. خو له دې ټولو ستونزو سره سره، د افغانستان بیرغ په مارجې کې پورته شو.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال سټینلي مککریستال دا خبره هم راخیستي چې وايي، دا لا نه ده څرګنده، چې له مارجې څخه طالب وسله وال وتلي او که وسلې یي پر ځمکه ایښي او جګړې یي پریښي دي.

فایننشل ټایمز وړاندې لیکي: اصلي پوښتنه دلته ده، چې د مارجې اوسیدونکي تر کومه حده په نوي ولسوال حاجي ظاهر او نورو چارواکو اعتماد کوي.

د افغانستان حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دوي تر څنګ به دریږي او د ستونزو په حل کې به په خپل ټول وس او توان زیار باسي. خو دا چې حکومت په اداري فساد کې ښکیل دی، د اعتماد کار به له ستونزوخالي هم نه وي. د ورځپاڼې په باور، ځایي خلک له هر څه زیات په پولیسو کې د فساد په اړه اندیښمن دي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس