سې شنبې ، د کب ۱۱مه
11.12.1388
د کابل ورځپاڼو په خپلو نننیوګڼو کې د افغانستان په اړه ګڼ مطالب لیکلي، چې په کابل کې د ازادۍ راډيو خبریال حمید م,مند ورته کتنه کړې.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د هند د پي، ټي، اى خبري اژانس په حواله ليكلي، چې يو هندي پلاوې د دې پېښې د څيړلو لپاره افغانستان ته راځي.
ورځپاڼې ليكلي، چې هندي څيړونكي په دې حملو كې د طالبانو او په ځانګړې ډول د حقاني د شبكې په لاس درلودلو شك لري.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا دې حملو ته په اشارې په كابل كې روانه امنيتي وضع څيړلې او هغه يى د هلمند او كونړ له امنيت سره تړلې بللې.
ورځپاڼې په دوام كې له دې حملې وروسته د ځينو چارواكو د استعفى وركولو مسئلې ته هم اشاره كړې او ليكلي دا كار كوم ځاى نه نيسي.
په ورځپاڼه كې اروپايي هيوادونو ته د افغان ځوانانو د مهاجرتونو مسئله هم څيړل شوي او د ملګرو ملتونو د يو رپورټ په استناد ليكل شوي، چې د تير كال په پرتله پدې مهاجرتونو كې په سلو كې اته شپيته زياتوالې راغلې.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په مارجه كې شويو پوځي عملياتو ته په اشارې ليكلي، كه دولت او نړيواله مارجه د امنيت، بيارغونې او ښې حكومتدارۍ له پلوه په يوې بيلګه ايزې ولسوالۍ واړوي نو د ورځپاڼې په وينا په نورو سيمو كې به د پوځي عملياتو اړتيا هم پيښه نشي.
ورځپاڼې د مارجې په اړه په يو بل مطلب كې ليكلي، چې امريكايي ځواكونه به ژر له مارجې څخه و نه وځي.
په ورځپاڼه كې د وزيرانو د شورا پرونۍ غونډې ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې پدې غونډه كې په افغانستان كې د سولې د ملي مشورتي جرګې اهداف وټاكل شول.
اراده:
دې بيا په كابل كې وروستۍ حملۍ ته په اشارې په يو خورا تفصيلي مطلب كې د هند او پاكستان ترمنځ اړيكې څيړلي او ددوى ترمنځ شتو ستونزو او رقابتونو ته په اشارې دا انتقاد كړې، چې لافې پټاكې په اسلام اباد او دهلي كې خو رقابت په كابل كې.
ورځپاڼې له دې پيښې سره په تړاو كې د كابل د ځينو امنيتي چارواكو د استعفى موضوع څيړلي او د ملي شورا د ځينو غړو په حواله يى ليكلي، چې دا د ستونزې حل ندې بلكه داسې لارې چارې ولټولې شي، چې د امنيت په ټينګښت كې د خلكو همكاري جلبه شي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې بيا هم په پاكستان كې د افغان طالبانو د مشرانو وروستيو نيولو ته په اشارې يو ځلې بيا پدې موضوع بحث كړې، چې ايا د طالبانو په وړاندې د پاكستان سياست بدلون موندلې.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د دولت د وسلوالو مخالفينو فعاليتونو ته كتنه كړې او پر دوى يى انتقاد كړې، چې دعوه خو د اسلامي جهاد كوي خو كړنې يى غير اسلامي او غير انساني دي.
ورځپاڼې په عينې حال كې له عامو افغانانو غوښتي دي، چې د مخالفينو په اسلامي شعارونو نه غوليږي او د هغوى كړنې دې وګورې.
په ورځپاڼه كې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې دا مسئله لا هم د يوې پوښتنې په توګه پاتې دي.
ورځپاڼې خپل نننې كارټون په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته ځانګړې كړې او پكې ددې ستونزې په وړاندې د جدي مبارزې سپارښتنه شوې.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو او پيښو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې بيا د پوليسو په ليكو كې د ښځو د شمير د زياتولو لپاره د كورنيو چارو د وزارت هڅو ته په اشارې د امنيت په ټينګښت كې د ښځو رول څيړلې دې.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ټلويزيوني او انټرنيټې شبكو په فعاليتونو كې د ابتذال مسئله څيړلې او ددوى له مسؤلينو يى غوښتي، چې خپلې ملي دندې هيرې نكړي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د كابل له وروستۍ پيښى سره په تړاو كې د پوليسو د ځينو چارواكو استعفى وركولو ته په اشارې د كتونكو په حواله ليكلي، چې د ټيټ پوړو چارواكو په استعفى سره د كابل امنيتي ستونزه نه هواريږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د خصوصي ټلويزنونو په فعاليتونو بحث كړې او پر دوى يى انتقاد كړې، چې د مبتذله سريالانو په خپرولو سره د هيواد راتلونكې نسل بې لارې كوي.
ورځپاڼې ليكلي، چې اوس مهال افغانستان له ډير حساسو شرايطو د تيريدو په حال كې دې او تصويري رسنۍ بايد داسې لارې خپلې كړي، چې د ټولنې اړتياو ته مثبت ځواب ووايي.