سې شنبې ، د مارچ دوېمه
11.12.1388
د باسټن ګلوب اولاس انجلس ټایمز ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د افغانستان او سېمې په اړه مطالب او مقالې خپرې کړي دي . سلطان محمد سرور ورته کتنه کړې چې دلته یې غټ ټکي لوستلی شۍ:
باسټن ګلوب:
باستن ګلوب ورځپاڼه د افغانستان اوسیمې د وضعیت په اړه یوې مقالې کې وایي:
د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ خبرې روغ لوري ته یو ګام او د امریکا د دیپلوماسۍ یوه عملي نتیجه ګڼل کیږي.
که چېرې هند او پاکستان خپل منځي اختلافات حل نه کړي نو دغه دواړه ګاونډي هېوادونه به له واقعي امنیته برخمن نه شي.
اوکه چېرې هند او پاکستان په افغانستان کې خپلې پټې خونړۍ سیالی ته دوام ورکړي نو په افغانستان کې به د امریکا اهداف تر لاسه نه شي. باسټن ګلوب زیاتوي:
د امریکا حکومت په دواړو ګاونډیو هېوادونو فشارراوړي، چې د بمبيي له تروریستي بریدونو وروسته خپله لومړنۍ غونډه وکړي . او په دې کې د پوښتنې ځای هم نشته، چې د امریکا دغه اقدام ډیر ارزښتناک دی.ورځپاڼه لیکي:
د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د افغان طالبانو خلاف عمل ته ترهغې زړه نه ښه کوي ترڅو، چې د دوی په نظر دوه تهدیدونه نه وي لرې شوي.
لومړی تهدید د هېواد په ختیځو پولو کې د هند پوځي ګواښ او دوهم په افغانستان کې د هند د نفوذ پراختیا ګڼي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه بیا په هلمند کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په اړه یو ه مقاله کې وایي، اوس چې د امریکا پیاده سمندري ځواکونو مارجه وګټله نو دوی باید د خلکو اعتماد او اعتبار وګټي.ورځپاڼه لیکي:
وروسته له دې،چې امریکایي ځواکونو دوه ورځې مخکې په مارجې کې دعملیاتو بریالیتوب اعلان کړ، د هغو امریکایي ځواکونو، چې په سیمې کې دریګونو د بودجیو ترشا مورچلو کې څار او یا ګزمې کوي یو بل ډیر سخت کار پيل شو.
او د دوی د زیارونو په نتیجې کې به د افغانستان لپاره د ولسمشر اوباما نوې ستراتیژی ازمایل کیږي، دغه قواوې اوس له جنګي عملیاتو څخه د امنیت د ټینګولو مرحلې ته انتقال شوي.
او اوس د دوي دنده داده، چې په سیمه کې نوې دولتي اداره ټینګه او د خلکو ملاتړ جلب کړي.
لاس انجلس ټایمز:
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه هم د هلمند دعملیاتو په اړه یوه مقالې کې وایي، چې افغان ځواکونو د مارجې په جنګ کې لوی پرمختګ او میړانه وښوده، ورځپاڼه د امریکایي منصبدارانو له قوله لیکي:
افغان سرتېرو، چې له مارجې څخه یي د طالبانو په لېرې کولو کې له امریکایي سرتېرو سره مرسته وکړه نسبت تېرو عملیاتو ته ډیر پر مختګ او وړتیا وښوده خو دغه عسکر نورې روزنې او تمرین ته اړتیا لري.
ورځپاڼه د امریکایي ځواکونو د لوی منصبدار برید جنرال لاری نیکلسن له قوله وایي، چې افغاني کنډک په عمومی ډول له توقعاتو اوچت کردار ادا کړ . دی وایي، چې په دغو عملیاتو کې برخه اخیستونکو ځیني افغان یونټونو ته اولې یا دویمې نمرې ورکوي خو ځینو نوروعسکرو ته چې کمه تجربه او روزنه یي لیدلی وه دریمې او یا څلورمې نمرې ورکوي.