دوشنبې د مارچ لومړۍ نېټه
10.12.1388
نړېوالو ورځپاڼو انډیپينډیټ او ابزرور په خپلونننیو ګڼو کې په کابل کې د جمعې دورځې ځان وژونکی برید چې د حضرمحمد(ص) د میلاد په سپیڅلي ورځ وشو مطالب لیکلي احمد تکل ورته کتنه کړې :
انډیپينډیټ:
د انګلستان چاپ انډيپینډنټ ورځپاڼې د کابل په زړه کې د طالبانو د تېرې جمعې ورځې د برید په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي:
د طالبانو تنظیم شوې ځان وژونکي برید، چې د لاسي بمونو چاودنې او ډزې هم په کې وې، د کابل په زړه کې وشوې او ۱۶ کسان یي ووژل.
افغان ولسمشرحامدکرزي ویلي، چې د دې برید هدف هندي اتباع وو، خو ورځپاڼه لیکي، په دې برید کې د ايټالیا داستخباراتو یو جګ پوړی کارکوونکی او یو فرانسوي فلم اخیستونکی هم ووژل شول.
انډيپینډنټ زیاتوي، په پایتخت کابل کې دا پېښه، د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په مقصد د افغان، امریکايي او برېتانوي ځواکونو د ګډوعملیاتو د دوهمې اونۍ د ختم نښه ده.
د ورځپاڼې په وینا طالبانو په هلمند کې د لویدیځ د ځواکمنو قواوو په لیدو سره غوره وګڼله، چې میدان پرېږدي، خو د ورځپاڼې په وینا په هلمند کې که څه هم افغان او نړېوال سرتېري وژل شوي دي، خو په کابل کې د جمعې د ورځې برید د طالبانو له خوا یوه هڅه وه څو د جګړې جبهه بدله کړي او وښيي چې لاهم ځواک په کې دی.
هند وویل، دا یوه وحشیانه حمله وه او د هغو کسانو کار و چې غواړي د افغانستان او هند دوستي زیانمنه کړي. ولسمشرحامد کرزي وویل، دا تروریستي او د اسلام ضد حمله چې د حضرت محمد (ص) د میلاد په سپېڅلې ورځ وشوه یقیناً د هغو کسانو کارو چې له اسلام سره دښمني کوي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل، مجاهدین یوځل بیا په دې وتوانېدل چې پر کابل حمله وکړي. انډيپینډنټ د مطلب د دې برخې په پای کې لیکي، هند له افغانستان سره له سترو مرستندوېو هېوادونو څخه دی او په افغانستان کې د دې هېواد نفوذ د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې د ځینو کړېو مخالفت پارولی دی.
د کشمیر پرسر د هند او پاکستان ترمنځ خبرې چې په ۲۰۰۸ م کال کې د هند پر مومبی ښار د تروریستي حملو له امله ځنډېدلې وې، په دې وروستیو کې بیا پیل شوې، خو د ډيپلوماټانو په وینا، په کابل کې د جمعې ورځې حمله ښايي په دې مقصد شوې وي چې دا خبرې یوځل بیا ناکامې کړي.
ابزرور:
د انګلستان چاپ بلې ورځپاڼې ابزرور، د ناټو د هغې طرحې په اړه، چې غواړي د افغانستان په جګړه کې ملکي خلکو ته د زیان اوښتو په صورت کې هغوي ته تاوان ورکړي یو مطلب لیکلي، چې په یوه برخه کې یي راغلي دي:
په داسې حال کې چې د ناټو قوماندانان د افغانستان د عامو خلکو د ملاتړ پر جلبولو جدي تاکید کوي، د ملکي وګړو تلفاتو ته د خسارې ورکولو موضوع د سیاسي اجندا په سر کې راغلې ده. ورځپاڼه لیکي، د هغو هېوادو چارواکي چې په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې برخه لري د خبرو اترو په حال کې دي، څو د خسارې د جبران یا فدیې د ورکولو لپاره یو معیاري سیستم رامنځ ته کړي.
ځکه د ناټو دعمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل له امر سره په یو وخت کې د خسارې د جبران د یوې رسمي طرحې د رامنځ ته کولو لپاره هڅې روانې دي.
جنرال مک کرېسټل نړېوالو ځواکونو ته ویلي دي چې د شپې له خوا حملې او د تلاشۍ عملیات د امکان ترحده کم کړي.