ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

دوشنبې د کب لسمه نېټه

10.12.1388

په کابل کې نننیو ورځپاڼو د ناټو د فعالیتونو او د درېو افغان چارواکو په استعفې ورکولومطالب لیکلي ، چې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند ورته کتنه کړې.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د ناټو د فعاليتونو په اړه د روسيي رشیه ټوډې ورځپاڼې يو څيړنيز مطلب راخیستې او په غټو ټكو سره يي ليكلي، چې په افغانستان كې د ناټو روان سياست له ماتې سره مخ دې.

ورځپاڼه كې ليكلي بې له دې، چې په امنيت كې ښه والی راشي افغانستان ته زيات سرتېري استول كيږي او همدا اوس د افغانستان دوه درېمه برخه د طالبانو په ولكه كې ده.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د افغانستان په جنوب كې د كيدونكو پوځي عملياتو پايلو ته كتنه كړې او ليكلي، چې افغانان د هغو بدمرغيو پاى غواړي، چې نړېواله ټولنه يي د نږدې نهو كلونو راهيسې د له منځه وړلو ژمنې كوي.

په ورځپاڼه كې د كابل د امنيي قومندانۍ د درېو چارواكو د استعفى خبر هم وركړل شوي او ليكل شوي، چې دوي په كابل كې د وروستيو ځان وژونكو برېدو له امله خپلې دندې پرېښي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د امنيتي غونډې د جوړېدو خبر وركړې، چې په كې دا سپارښتنه شوې، چې د مارجې چارواكي دي د ولسي شوراګانو له لارې وټاكلې شي.

ورځپاڼې د خپل لومړي په يو مطلب كې بيا په مارجه كې د طالبانو ماتې ته په اشارې ليكلي، چې د طالبانو د مقاومت وروستۍ مرچله هم له منځه یوړلې شوه.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د انټرنيټ په ځينو سايټونو باندې د مخابراتو او د اطلاعاتو او كلتور وزارتونو له خوا د بنديزونو ملاتړ كړې او هغه يي د اخلاقي فساد د مخنيوي لپاره ګټور بللې.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د دغو چارواكو له خوا د خپلو دندو پريښودلو ته په اشارې ليكلي، چې د استعفې د كلتور رواجيدل په هېواد كې د مسؤليت منلو كچه لوړوي.

د ورځپاڼې په وينا په هغو چارواكو كې، چې خپلې دندې يى پريښي د كابل د امنيى قومندان جنرال عبدالرحمن، د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې ريس جنرال عبدالغفار سيد زاده او امنيتي مرستيال جنرال خليل الله دستيار شامل دي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په دې بحث كړې، چې په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره د ولسمشر كرزي هڅې او پروګرامونه ولې ګټورې نه دي.

د ورځپاڼې سرمقاله په افغانستان كې د انټرنيټ په ځينو سايټونو باندې د بنديز د لګولو لپاره د مخابراتو او اطلاعاتو او كلتور وزارت وروستي اقدام ته ځانګړې شوې او ليكل شوي، چې له دې سره كومه ستونزه نه هواريږي.

ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د درېو امنيتي چارواكو استعفى د كورنيو چارو د وزارت مشرتابه ته د يو پيغور په توګه مخته كړې او ليكلي، چې دوى دې له خپلو ټيټ پوړو چارواكو نه يو څه زده كړي.

ورځپاڼې ليكلي، چې ددغو درېو چارواكو د استعفى ملاتړ كوي او هيله مند ده، چې نور هغه كسان هم، چې د تيګې د پورته كولو توان نه لري هغه ښكلې كړي او بيرته يى په خپل ځاى كيږدي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك بيا هم په كابل كې وروستۍ حملې ته ځانګړې كړې او په هغې كې د پاكستان د ښكېلتيا امكاناتو ته په اشارې ليكلي، چې پاكستان نه غواړي، چې يو اباد افغانستان يي په خوا كې وي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې په كابل د وروستۍ حملې بېلابېلو ابعادو ته كتنه كړې او ليكلي، چې دا حمله د هغو هڅو يوه برخه وه، چې پاكستان يي له افغانستان څخه د هند د ويستلو لپاره كوي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله په افغانستان كې د معتادينو په شمېر كې په زياتوالي اندېښنه څرګنده كړې او هغه يي راتلونكې نسل ته يو ستر ګواښ بللې دې.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د معتادينو د كمولو لپاره حكومت بايد د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې وكړي.

خو د ورځپاڼې په ننني كارټون كې بيا دا ښودل شوي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د كوكنارو فصلونه مست و مګن ولاړ دي او د له منځه وړلو لپاره يى كوم جدي كار نه دې شوې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس هم په خپله سرمقاله كې د ابتذال په وړاندې د مبارزې په اړ كې د مخابراتو او د اطلاعاتو او كلتور وزارتونو وروستې اقدام ستايلې دې.

خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې دا هيله څرګنده كړې، چې د افغانستان په جنوب كې روان پوځي عمليات به د سولې په ټينګښت كې اغيزمن رول ولوبوي.

سرنوشت:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې په كندهار كې د پوځي عملياتو د پيلولو لپاره روانو تياريو ته كتنه كړې او په دې ترڅ كې افغان او نړېوال پوځونه هغو تېروتنو ته متوجه كړي، چې په مارجه كې يى كړي او غوښتي دي، چې دا تيروتنې بايد بيا تكرار نه شي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د امريكا د كانګرس هغه اندېښنه راخیستې، چې په افغانستان او عراق كې يى د خپل پوځ د دفاعي چارو د قرارداديانو د تكلارو په اړه يى لري.

ورځپاڼې په دوام كې د بلك واټر نوم اخستې او ليكلي، چې دغه كمپنۍ په افغانستان او عراق كې جنايتكاران استخداموي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس