ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

شنبه د کب اتمه

08.12.1388

په کابل کې نننیو ورځپاڼو په خپلو ګڼو کې په کابل ښارکې د پروني ځان وژونکي برید په اړه مطالب لیکلي چې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند ورته کتنه کړې:

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په كابل ښار كې د وسلوالو په پرونۍ برید كې د وژل شويو كسانو وروستۍ شمېره خپره كړې او ليكلي، په دې حمله كې شپاړلس كسه وژل شوي او اته ديرش نور ټپيان دي.

د ورځپاڼې په وينا په وژل شويو كسانو كې درې ملي پوليس، يو ایټالوى، يو افغان او نهه هندي ډاكټران او د هند د سفارت مامورين شامل دي.

په ورځپاڼه كې د دې حملې په اړه د ولسمشر كرزي غبرګون هم راخیستل شوې او د هغه په حواله ليكل شوي، چې د هغو كسانو ځاى به دوزخ وي، چې د اسلام د ستر پيغمبر د مبارك ميلاد په ورځ يى دا ډول غير اسلامي او غير انساني اعمال ترسره كړي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د انتخاباتو په قانون كې د راوستل شوېو تعديلاتو په اړه د ځينو بهرنيو او كورنيو كړيو غبرګونونو ته په اشارې، چې په كې د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون له افغاني كولو سره مخالفت ښودل شوې دا پوښتنه كړې، چې ايا په رښتيا هم پر بهرنيانو باور كېداى شي او په افغانانو نه؟

ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليكونه په كابل ښار كې پرونۍ پېښې ته ځانګړې كړي او ليكلي، چې طالبانو بيا هم هندي وګړي په نښه كړل.

ورځپاڼې د دې حملې په اړه د يو شمېر كتونكو نظر هم راخیستې او د هغوى په حواله يى ليكلي، چې دا حمله بيا د اى ايس اى له خوا پلان شوې وه.

ورځپاڼې د خپل دويم مخ په يو مطلب كې په كابل ښار كې د پرونۍ حملې بيلابيل اړخونه څيړلي او ليكلي، چې افغانستان د هند او پاكستان ترمنځ د رقابت او كشمكشونو په مركز بدل شوې.

ورځپاڼې د انتخاباتو په قانون كې په راوستل شويو تعديلاتو هم بحث كړې او ليكلي، چې د حكومت سياسي مخالفين د انتخاباتي شكايتونو له كمسيون څخه د بهرنيانو په لرې كولو انديښنه څرګندوي.

ورځپاڼې د ملي جبهې د وياند په حواله دا هم ليكلي، چې ولسمشر كرزي د استبداد چلند خپل كړې او له ملي شورا، مدنې ټولو او سياسي ګوندونو سره سلامشوره نه كوي.

سرنوشت:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د كابل په پرونۍ حمله كې شپږ بهرنيان او لس افغانان وژلي دي.

ورځپاڼې ليكلي، چې دا حمله په هغو ميلمستونونو شوې، چې د اندراګاندي روغتون هندي ډاكټران پكې اوسيدل.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په وسلوالو مخالفينو انتقاد كړې، چې پرون يى يو ځلې بيا په كابل كې ملكي اهداف په نښه كړي او يو ځلې بيا يى بې ګناه خلك د وير په ټغر كينولي.

په ورځپاڼه كې د مارجې روانو عملياتو ته هم كتنه شوې او د يو امريكايي قومندان په حواله ليكل شوي، چې مارجه به تر ډيره وخته ددوى او د طالبانو ترمنځ د جګړې ډګر وي.

په ورځپاڼه كې پدې عملياتو كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې مسئله هم راخستې او ددفاع د وزارت په حواله يى ليكلي، چې پدې عملياتو كې تر دې دمه پنځه ديرش ملكي وګړي وژل شوي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پرونيو حملو ته په اشارې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره پوښتلي دي، چې په كابل ښار كې د دا ډول حملو تكرار د امنيتي ادارو كمزوري ده او كه بې پروايي؟

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د كابل د پرونۍ حملې انګيزې څيړلي او ليكلي، چې دې حملو په ډير واضيح ډول د پاكستان له استخباراتو سره د طالبانو تړل ثابت كړي، چې د افغانستان او هند ترمنځ د اړيكو له توديدو ويره لري او هڅه كوي په هر ډول، چې ممكن وي په هغې كې خنډونه رامنځ ته كړي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې دا خبر وركړې، چې پاكستاني چارواكو موافقه كړې، چې نيول شوي طالب مشران افغان دولت ته وسپاري.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په كابل ښار كې پرونۍ حملې ته په اشارې، چې بيا هم ملكي اهداف پكې په نښه شول دا سپارښتنه كړې، چې په كابل ښار كې امنيتي تدابير بايد زيات شي.

ورځپاڼې ليكلي، چې كه په ښار كې په سوداګريزو مركزونو او ملكي اهدافو حملې دوام وكړي نو نه يوازې د خلكو ورځنې ژوند بلكه سوداګريز فعاليتونه به هم په ناوړه توګه اغيزمن كړي.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې بيا د سولې د هڅو په وړاندې د مخالفينو غبرګون انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې وسلوال له سولې سره كومه دل چسپي نه لري.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس