چهارشنبه د کب د پنځمه
05.12.1388
په کابل کې نننیو ورځپاڼو په خپلو ګڼو کې د هېواد روان حالات څیړلي،چې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند په لاندیني مطالبو کې رانغاړلي دي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د ناټو د عمومي منشي دا څرګندونې راخیستي، چې د افغانستان په څير په كړكيچونو كې پوځي حل لاره موثره نه ده او دا هغه مهم درس دې، چې ناټو په تېرو اتو كلونو كې په افغانستان كې زده كړې.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د امريكا د لوى درستيز په پرونيو څرګندونو تبصره كړې، چې په كې دا اعتراف شوې، چې د طالبانو په وړاندې د دوي هڅې غيرمنظمه او بې حساب وكتاب دي.
ورځپاڼې په دوام كې په افغانستان كې له روانو حالاتو سره د امريكا او د هغې د متحدينو په غير مسؤلانه چلند د انتقاد ترڅنګ افغان دولت هڅولې، چې د بهرنيو ځواكونو د دې لوبو د مخنيوي لپاره دې خپله يو څه وكړي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره روانو هڅو ته په اشارې په خپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له ملا عمر سره د مستقيمو خبرو غوښتنه كړې.
ورځپاڼې په دوام كې د كا ايډه په حواله ليكلي، چې د لندن په غونډه كې د افغان دولت له خوا وړاندې شوې طرح يوازې هغه وخت بريالې كېداى شي، چې تر څنګ يي له طالب مشرانو سره خبرې وشي.
ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل سرليك كې په جوزجان ولايت كې د طالبانو فعاليتونو ته كتنه كړې او ليكلي، چې د دغه ولايت په قشتپه او درزاب ولسواليو كې طالبان له دولتي مامورينو باج اخلي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې په ټلويزيوني خپرونو كې د ابتذال مسئله څيړلې او په دې ترڅ كې د اطلاعاتو او كلتور وزارت نه غوښتي دي، چې د داسې خپرونو مخنيوې وكړي.
سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك په مارجه كې روانو پوځي عملياتو ته ځانګړې كړې او د ايشيا ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد يى ليكلي، چې د مارجې خلك په بهرنيو ځواكونو سخت غوسه دي.
ورځپاڼې د مارجې د يو اوسيدونكي دا خبرې هم راخیستي، چې ويلي بهرنيو ځواكونو دده وروڼه او ورينداره، چې له واده يي شپږ مياشتې كيدلې وژلي دي.
ورځپاڼې د همدې مخ په سر كې ليكلي، چې د ملي شورا يو شمېر غړو د ملكي وګړو د وژنې په اعتراض كې د هغو كسانو د اعدام غوښتنه وكړه، چې د عامه خلكو د وژنې لامل ګرځي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د ناټو په هوايي بمبارېو كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې مسئله څيړلي او د جرمني د يوې ورځپاڼې په حواله يى ليكلي، چې امنيت د الوتكو په وسيله نه شي ټينګېدلاې.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې د هر ملكي وګړي وژنه افغانان د غچ اخیستنې لپاره د مخالفينو لور ته بوزي او اوس اوس د اووه ويشتو ملكي وګړو وژنې دا وښودله، چې ناټو خپله د خپل ځان ستر دښمن دې.
ورځپانې په خپله سرمقاله كې بيا له افغان دولت نه غوښتي دي، چې په هره ممكنه وسيله، چې وي بايد په بهرنيو ځواكونو فشار راوړي، څو له كور كورانه عملياتو، چې تل د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي لاس واخلي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په پاكستان كې د طالب مشرانو د نيولو لپاره ددغه هيواد وروستيو عملياتو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا پاكستان پخپل سياست كې بدلون راوستې؟
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د كرنې سكتور ته د پاملرنې غوښتنه كړې او ليكلي، چې پدې برخه كې پانګه ونه په هيواد كې د اقتصاد د انډوليزې ودې لپاره خورا ضروري دې.
ورځپاڼې ليكلي، چې د كرنې په برخه كې پانګه ونه به نه يوازې په هيواد كې د كار كولو پراخ امكانات برابر كړي، بلكه د خلكو په ژوند كې به د پام وړ مثبت بدلون راولي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د سولې هڅې انځور كړي او پكې يو كس ښودلې كيږي، چې خپل ټوپك ښخوي او وايي، چې سوله د الله سوغات دې.