سې شنبه: د فبروري ۲۳ مه
وروستی بدلون 04 12 1388 03:44 PM
نړېوالو ورځپاڼو د هملند په مارجه کې د روانو عملیاتو په اړه مطالب خپاره کړي او لیکلي يې دي، چې نړېوال ځواکونه پلان لري د مارجې تر کنټرول وروسته به په کندهار ولایت کې د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي.
ټایمز:
ټایمز ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې چې جنرال ستنلي مک کرېسټل پر قندهار ولایت تمرکز کوي یو مطلب خپور کړی او لیکي:
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مک کرېسټل وايي، له کومو تکتیکونو څخه چې د هلمند په مارجه کې کار اخستل شوی اوس په قندهار کې هم عملي کیږي.
ورځپاڼه وايي په قندهار کې پوځي عملیات به د طالبانو پر ضد د ناټو ځواکونو راتلونکې ګام وي.
ټایمز ورځپاڼې له ارزګان ولایت څخه د هالنډي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه هم مطلب خپور کړی او لیکي چې کوم هېواد به په دغه ولایت کې په راتلونکې کې د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو مشري پر غاړه ولري.
ورځپانې د یوه نوي پرمختګ خبر ورکړی او وايي کیدای شي بریتانوي ځواکونه له هلمند څخه قندهار ته منتقل شي او د هلمند امنیتي چارې د امریکا سمندري ځواکونه سمبال کړي.
ګارډین:
د لندن چاپ بلې ورځپاڼې ګارډین هم په دې اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼه وايي، په قندهار کې راتلونکې پوځي عملیات به ښايي د افغانستان د جګړې یو مهم پړاو وي.
ګارډین د نړیوالو پوځي قومندانانو څخه په نکل وايي، کیدای شي قندهار په راتلونکې اوړي کې د افغان نړیوالو ځواکونو او طالبانو تر منځ د پرېکنده جګړو ډګر وي.
د افغانستان په جنوب کې د نړیوالو ځواکونو ویاند سکاټ کوسټین تایید کړې ده، چې د قندهار د عملیاتو لپاره پر پلان باندې کار روان دی.
ګارډین ورځپاڼې د قندهار د والي توریالي ویسا دا خبره راخستې، چې قندهار یعنې افغانستان د هغه په وینا که په قندهار کې امنیت ټینګ شي نو په ټول افغانستان کې سوله راتلای شي.
ویسا ویلي قندهار د طالبانو مرکز وو او په دغه ولایت کې به د خپل بقا لپآره زیات تمرکز وکړي.
فایننشل ټایمز:
فایننشیل ټایمز لیکي چې نړیوال ځواکونه اوس مهال د هلمند د مارجې په عملیاتو تمرکز کوي.
ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له استازي جان کایل ویستون چې د مارجې عملیات څاري په حواله وايي اصلي چلینج اوس هم لا پر ځای پاتې دی.
فیاننشیل ټایمز د امریکايي قومندانانو په حواله لیکي که چیرته نړیوال ځواکونه په مارجه کې د یوه محلي حکومت په رامنځته کولو بریالي شي نو د افغانستان په جنوب کې به د طالبانو فعالیت تر زیات برید کنټرول شي او له هغې څخه به د افغانستان په نورو برخو کې هم ګټه پورته کړای شی.