ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

دوشنبه د فبروری ۲۲مه

03.12.1388

نړېوالو ورځپاڼو سنډې ټایمز او د انګلستان انډیپنډینټ په خپلو نننیو ګڼو کې د ملابرادرد نیونې په اړه مطالب لیکلي چې د ازادۍ راډیو خبریال جاناقا الکوزي ورته کتنه کړې.

سنډې ټایمز:

په انګلستان کې خپریدونکي ورځپاڼې سنډی ټایمز په وروستۍ ګڼې کې د طالبانو د جګ پوړي مشر ملا برادر د نیول کېدو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي راغلي:

داسې ښکاري، چې د تروریزم ضد جګړې کې د همکارۍ په مقصد اسلام اباد ته د میلیارډونو ډالرو ورکولو او پرله پسې فشارونو بالاخره نتیجه ورکړه.

دا لومړۍ ځل دی، چې پاکستان د افغاني طالبانو په ضد عمل کوي خو د افغانستان حکومت چې د پردې تر شا له طالبانو سره خبرې کوي، په غوسه دي او وایي، د ملا برادر په نیونې سره د سولې د خبرو چانس له منځه ځي.

سنډی ټایمز په واشنګټن کې د سولې د څیړنیزمرکز د کارکوونکي برمک پژواک خبره راخیستی چې وایي، ملا برادر په ډېر حساس وخت کې نیول شوی دی.

په حقیقت کې د طالبانو د دغه مهم مشر نیول، چې د سولې د خبرو ملاتړ یي کاوه، ښیې چې پاکستان غواړي د سولې په خبرو زیات کنټرول ولري او یا یي هم ناکامه کړي.
سنډی ټایمز دغه راز په پیښورکې د بشري حقونو د یوه فعال ادریس خان نظر پوښتلی چې وایي: د پاکستان استخباراتي ادارې د ملا برادر په نیولو سره په حقیقت کې د هغه ژوند وژغوره او دا ځکه یو شمېر طالبان چې د سولې مخالف دي، ممکن د ملا برادر د وژلو هڅه وکړي.

د ورځپاڼې په باور، د ملابرادر له نیول کېدو څخه څو ورځې وړاندې پاکستانیو چارواکو ویلي و، دوي غواړي د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې برخه ولري.

خو ځیني کارپوهان دا هم وایي، چې د پاکستان پوځیان په افغانستان کې له سولې او ثبات سره لیوالتیا نه لري.

د دې شمېر کارپوهانو په نظر، که په افغانستان کې سوله ټینګه شي نو امریکا به په هغه صورت کې پاکستان ته زیاته اړتیا ونه لري او په میلیارډونوډالر به هم بند شي.

سنډی ټایمز ورځپاڼه د مقالې په وروستیو کرښو کې لیکي: د اسلام اباد د دې کارانګیزه ممکن مالي وي.

د پاکستان اقتصادي حالت خراب دی او متحده ایالاتو د پاکستان د هغه اقدام په بدل کې، چې د امریکا استخباراتي مامورینو ته یي ویزي نه دي ورکړي، پاکستان ته یو اعشاریه درې میلیارډه ډالره هم ورنه کړل، خو ویل کیږي چې امریکا به په راتلونکي اوونۍ کې د ملابرادر د نیونې په بدل کې پاکستان ته ۳۴۹ میلونه ډالره ورکړي.

انډیپنډینټ:

په انګلستان کی بلې خپریدونکي ورځپاڼې انډیپنډنټ په هلمند ولایت کې د عملیاتو او د افغانستان د ستراتیژۍ د بري په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکي:

له دې وروسته دا امکان نشته، چې د افغانستان لپاره ستراتیژي دې ناکامه شي خو عواقب او نتیجه یي نه ده روښانه.

د مقالې لیکوال چې په ۱۹۸۰ لسیزي کې یي د افغان مجاهدینو مقاومت لیدلی و، لیکي:

کوم کسان، چې موږ یي طالبان بولوعادي مسلمانان او د بزګرانو بچیان دي. دا هماغه د ۱۹۸۰ کال خبره ده، چې موږ به مقاومت باله.

اصلا دوي هماغه پخواني کسان دي چې یو ځل بیا د اسلام لپاره نه بلکه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکو د موجودیت په ضد سره یو ځای شوي دي.

د لیکوال په نظر، په افغانستان کې د وژونکي افراطي مفکورې پلویان کم دي خو شمېر یي د زیاتېدو په حال کې دي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس