یکشنبه د فبروری ۲۱مه
02.12.1388
فاینینشل ټایمز:
د لندن چاپ فاینینشل ټایمز ورځپاڼې د هغه سړي، چې نوم یي د خبرونو په سرکې دی تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او په یوه برخه کې يي لیکلي:
د طالبانو مهم قوماندان ملاعبدالغني برادرد امریکا د متحده ایالاتواو د پاکستان د استخباراتو د ادارو له خوا د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان په بندري ښار کراچی کې ونیول شو.
د ملا برادر نیونه د واشنګټن لپاره هغې کودتاه ته پاتې کیږي، چې انګازې یي د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون له دهلیزونو شروع او د هندوکش په غرونو کې د طالبانو ترپناه ځایونو پورې خپرې شوی دي.
ښایي د طالبانو مشر او د دې ډلې موسس ملاعمر هم داسې احساس کړی وي، چې خپل یو نژدې او زوړ ملګری یي له لاسه ورکړی دی.
د ورځپاڼې په وینا د پاکستان له خوا د یوشمېر طالب قوماندانانو له وروستېو نیونو وروسته ښایي ملاعمر سره هم دا اندېښنې پیدا شوي وي، چې کله به د ده نوبت را رسیږي.
فاینینشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، د ملابرادر د نیولو کیسه یوشی په ډاګه کوي او هغه دا چې جیوپولیتیک ګټې په څه ډول یوفرد خپلوي یا د طالبانو په نوم یوه ډله رامنځته کوي او سرنوشت یي ټاکي، چې وروسته د جاسوسي لوبې یي په څه ډول سره تیت او پرک کوي.
ورځپاڼه لیکي، د ملابرادر نیونه لږترلږه د لنډې مودې لپاره پر طالبانو یو ګزار دی خو اغیز به یي د افغانستان پر راتلونکي ډیر زیات وي.
فاینینشل ټایمز ورځپاڼه د دې مقالې په پای کې لیکي، د ملابرادر د راتلونکی په اړه دوه نظریي موجودې دي، که د هغه نیونه د امریکا او پاکستان ترمنځ د اوږد مهاله همکارۍ د زیاتېدو ښکارندوی وي په دی صورت کې به په نژدې راتلونکي کې د ملابرادر نورملګري هم له ده سره په زندان کې یوځای شي.
خو که افغانستان لکه د تېرپه څیر اختلافاتو ته شاه کړي او مصلحت او معاملوته دوام ورکړي ان د دې امکان هم شته، چې یوه ورځ ملابرادر په کابل کې په یوه لوړ مقام کې را څرګند شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هلمند د مارجې د عملیاتو په اړه په یوه تحلیلي مطلب کې تردې سرلیک لاندې، چې په هلمند تهاجمي عملیات له دودیزو پوځي اهدافو څخه لیرې شول، لیکي، مخکې له دی، چې لس زره ځواکونه د څوسوو طالبانو له منګولو څخه د کوچیني ښارګوټي مارجې د بیرته نیولو لپاره حرکت پیل کړی، امریکایي چارواکو د پوځي اقدام پرځای ترډیره بریده پرسیاسي اقدام تمرکز وکړ.
دغه اقدام یوه سروی یا یوی مطالعې ته ورته دی، چې د بیلګې په توګه ازمول کیږي.
د دغې ازمایښتي څیړنې هدف دا وو ترڅوپه دی اړه پوهه او معلومات ترلاسه شي، چې د سیمي خلک څه غواړي؟ امنیتي حالات څه ډول څیړي؟، دوي د امریکایانو، طالبانو او د هغو بهرنیو جهادیانو په اړه چې پرسیمي د کنټرول لپاره جنګیږي، څه ډول فکر کوی؟ او کوم شی د دی سبب کېدای شي، چې دوي د کابل په مرکزي حکومت اعتماد وکړي.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، که څه هم په دغې ازمایښتي څیړنې کې نیمګړتیاوی او محدودیتونه شته خوله قوماندانانوسره یي په دې برخه کې چې د وسله والو مخالفینو پرضد جګړی ته په بشپړډول شکل وکړي، مرسته کړې ده.
ورځپاڼه د دی مقالی په پای کې لیکي، د افغانستان په جنوب کې د ناټو ځواکونو بریتانوي قومان جنرال نیک کارتر وویل، میاشتې په کار دی، چې په دی اړه قضاوت وشی چی ایا د مارجی خلک په سیمه کې شوي یا کیدونکي اقدامات بریالي ګڼي که نه؟