ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

شنبې ، د فیبرورۍ ۲۰ مه

01.12.1388

یو شمیر لویدیځو ورځپانو بیا هم په کراچۍ کې د طالبانو د یو مشر د نېول کیدو او د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې پر روانو پوځي عملیاتو مقالې خپرې کړي چې جان اقا الکوزي ورته کتنه کړې :

انټرنشنل هیرالډ ټربیون :

دې ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د پوځي مشر ملا برادر د نیول کېدو په اړه یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي راغلي:

د امریکا استخباراتي چارواکو د طالبانو د هغو مهمو قوماندانانو د یوې غونډې مخابراتي مکالمې اوریدلې وې چې په غالب ګمان د طالبانو له مشر ملا برادر سره یي تړاو درلود.

امریکایي چارواکو د پاکستان له استخباراتو سره معلومات شریک کړل او د پاکستان د تروریزم ضد ځواکونو په یوه کور کې له کوم مقاومت پرته یو شمېر کسان ونیول.

ورځپاڼه لیکې: امریکایي او پاکستاني چارواکو له کره کتنو او غور وروسته وموندله چې په نیول شویو کسانو کې ملا عبدالغني مشهور په ملا برادر هم شامل دی.

انټرنشنل هیرالد ټربیون ورځپاڼه لیکې: په نویو څرګندونو کې په ډاګه شوي چې د ملا برادر نیونه د طالبانو په ضد دپاکستان دنویو ژمنو یوه برخه نه وه بلکې دا یوه تصادفي او د یوه امریکایي په وینا، د ښو طالعو پیښه وه. دا امریکایي وایي، هیڅوک نه پوهیدل چې څوک به په لاس ورځي. خو اوس چې ملا برادر نیول شوی، دده د نیونې اغیز به په څو راتلونکو اونیو کې معلوم شي.

خو د امریکا د بروکېنز انستیتیوت کار پوه ښاغلی ریډل وایي، د ملا برادر له خوا د پیداکېدونکو شخړو تاوان دده د نیولو د تاوان او لګښت په پرتله کم و.

دده په وینا، پاکستان د ملا برادر په نیولو د هغو شکونو د لیری کولو هڅه وکړه چې وایي، د افغاني او پاکستانی طالبانو تر منځ توپیرکوي او په اصطلاح د مور او میری سلوک یي غوره کړیدی.

ورځپاڼه لیکې: د جمهور رییس بارک اوباما ادارې په پاکستان کې د طالب مشرانو د وروستیو نیونو په اړه په احتیاط سره خبرې کړي او یوه حکومتی چارواکې ویلي، د پاکستان په پالیسۍ کې تر اوسه کوم ستر بدلون ندی راغلی.

وال سټریټ ژورنال :

په امریکا کې خپریدونکې دې ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د هلمند ولایت د مارجي د عملیاتو د پیل او قومندې په کار کې د جمهور رییس حامد کرزي د ونډې په اړه یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې يي لیکې:

د مارجي د عملیاتو له پیل څخه مخکې سهار وختي، امریکایي جنرال سټینلي مککریسټال په خپل زغره وال موټر کې ارګ ته لاړ او د مارجې د عملیاتو د پیل کولو لپاره یي د جمهور رییس حامد کرزي امر او موافقه وغوښته.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکې: د افغانانو او امریکاییانو لپاره چې له اتو کلونو راهیسي اوږه په اوږه د دښمن په ضد جنګیږي د جنرال مککریستال دا عمل بیخی نوی و.

جمهور رییس کرزی چې سهار وختي له خوبه راپورته شوی و، او لا یي د خوب خمار په سترګو کې و، شاوخوا ناستو کسانو ته یي وویل، دا لومړی ځل دی چې له مانه د عملیاتو د پيل کولو اجازه غوښتل کېږي، په تېر وخت کې هیڅ داسي نه وو شوي.

ورځپاڼه د افغان او امریکایي چارواکو په حواله لیکې: د مارجي د عملیاتو په اجازي اخیستو برسېره جنرال مککریستال په منظم ډول د پوځي عملیاتو په اړه جمهور رییس کرزي ته معلومات ورکوي او د جمهور رییس اوباما د ملی امنیت د مشارو جنرال جیمز جونزپشمول د واشنګټن یو شمېر جګ پوړې چارواکې له ښاغلي کرزي سره خبرې اترې کوي.

ورځپاڼې له حامد کرزي سره په خبرو کې د شامل یوه امریکایي چارواکې دا خبره هم راخیستي چې وایي، مونږ غواړو چې ښاغلی کرزی په چارو مسلط او واکمن وي. مونږ غواړو دی د ویسټن چرچل په څېر په خپلو خلکو متکې وي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس