ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

پنجشنبه د فبروري ۱۸مه

وروستی بدلون 29 11 1388 01:12 PM

لوېدځیو ورخپاڼو او خپرونو د افغانستان د پوځ د روزنې په اړه مطالب خپاره کړي دي، وال سټریټ ژورنال، هند د افغانستان د پوځ د روزلو لپاره یو ښه کاندید ګڼي.

وال سټریټ ژورنال:

په امریکا کې خپرېدونکي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې "پریږدۍ چې هند د افغانستان ملي پوځ وروزي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

د ملي پوځ روزنه په افغانستان کې د امریکا د اوږدې مودې د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده. پاکستان هم له دې کار سره موافق دی او وایي، دا به د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د وال سټریټ ژورنال په باور، د افغانستان د ملي پوځ د روزنې لپاره هند ښه انتخاب یا کاندید دی. د هند یو میلون پوځ په مختلفو ساحو کې له وسله والو او یاغیانو سره د جګړو شپیته کلنه تجربه لري.

د هند پوځ د هېواد د جنوب ختیځ په ځنګلونو، د جمو او کشمېر په لوړو او د پنجاب ایالت په هوارو سېمو کې جګړې کړي دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، هند دا پوهه او ظرفیت لري، چې د یوه دوست هېواد ځواکونه ترې ګټه واخلي. هند په نړۍ کې تر ټولو ستر پوځي تاسیسات لري او په مختلفو برخو کې د افسرانو او سرتیرو د روزنې توان او امکانات لري.

هند د یاغیانو او وسله والو په ضد جګړو لپاره د روزنې دوه ښوونځي لري. په یوه ښوونځي کې له یاغیانو او وسله والو سره په ځنګلونو کې د جګړو تدریس او زده کړې کیږي او په بل ښوونځي کې په ښاري سيمو، جمو او کشمېر کې د جګړو ښوونه او روزنه پر مخ وړل کیږي.

د وال سټریټ ژورنال په باور، د هند پوځ په دې دواړو برخو کې افغان ځواکونه ښه روزلای شي.


د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان خپرونې د نشه یي موادو ضد مبارزې کې د افغانستان د پولیسو د روزنې مسالې ته اشاره کړې او لیکي، د افغانستان پنځه دېرشو پولیسو د نشه یي موادو په ضد د مبارزې په هغه روزنیز کورس کې زده کړې پیل کړي، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په ملاتړ او د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په مرسته جوړاو د فبرورۍ په ۱۷مې نیټې يې په دوشنبه ښار کې په فعالیت پیل وکړ. په دې کورس کې یوازې افغان پولیس روزل کیږي.

خپرونه وړاندې لیکي: په دې کورس کې افغان پولیس د نشه یي موادو د مجرمانو د تعقیب ټول اساسات یعني د نشه یي موادو د تورنو کسانو له تحقیق څخه نیولې تر محکمې پورې ټول مقررات زده کوي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس