ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

چهارشنبه د فبرورې۱۷مه

28.11.1388
نیویارک ټایمز:

د نړۍ زیات شمېر مهمو ورځپاڼو د طالبانو د جګ پوړي مشر ملا برادر د نیول کېدو او په مارجې او نادعلي کې د ایتلافي ځواکونو د عملیاتو په اړه مقالې او مضمونونه خپاره کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، په یوه پټ ګډ یرغل کې د طالبانو تر ټولو جګ قوماندان ونیول شو، تر سرلیک لاندې یوه اوږده تحلیلي مقاله لیکلي او د پيل په کرښو کې یي لیکي:

د امریکا حکومتي چارواکي وایي، د طالبانو جګ پوړی پوځي قوماندان ملا برادر د پاکستان او امریکا د استخباراتي ځواکونو له خوا څو ورځې وړاندې په کراچۍ ښار کې نیول شوی دی.

په تېرو اتو کلونو کې یعنې له کومې ورځې، چې ایتلافي ځواکونوپه افغانستان کې د وسله والو په ضد جګړه پیل کړي، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دا ډول مهم کس یي ونیوه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: دا لا څرګنده نه ده چې ملا برادر به په خپلو تحقیقاتو کې د طالبانو د نورو مشرانو په اړه استخباراتي چارواکو ته معلومات ورکړي او که نه، خو د مسولو کسانو په وینا د برادر نیونه به د طالبانو د مشر ملاعمر په شمول د دوي د نورو مشرانو نیولو ته لار هواره کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې د پخواني مامور بروس ریډل، چې په تېر سپرلي کې د افغانستان لپاره د ولسمشر بارک اوباما په نوي ستراتیژۍ باندې د کره کتنې او غور د ډلې مشر و، خبره راخیستې چې وایي، د ملا برادر نیونه به په لنډې مودې کی د طالبانو پوځي عملیات مات او ګوډ ګړي.

نیویارک ټایمز لیکي: د ملا برادر د نیولو د عملیاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي خو چارواکو ویلي، عملیات د پاکستان استخباراتي اداری ای، اس، ای رهبري کړي او د امریکا استخباراتي اداري سي، ای، ای ورسره مرسته کړی ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي: د پاکستان د استخباراتي ادارې مرسته د دې ښکارندوي ده، چې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق کیاني په شمول، پاکستاني مشران د طالبانو په ماتولو کې له امریکا سره همکارۍ ته چمتو شوي دي.

ورځپاڼه لیکي: جنرال کیاني په تدریجي ډول دې نتیجې ته رسیدلي، چې له دې وروسته په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ ته دوام نه شي ورکولای.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د ولسمشر اوباما د ستراتیژۍ د هغې برخې یادونه کړې، چې غواړي د پېسو له لارې طالب وسله وال د جګړو په ځای سولې ته وهڅوي.

ورځپاڼه لیکي:

د ولسمشر اوباما ستراتیژي بیخي روښانه او واضح ده . په دې معنی چې که وسله وال د جګړې په ډګر کې نه شي ماتولای نو په پیسو یي وپیري.

ورځپاڼه لیکي: واشنګټن، په کوټه کې د طالبانو له شوری سره، چې ملاعمر یي هم غړی دی، په غیر مستقیم ډول خبرې پيل کړي دي. دا خبرې د پاکستان، سعودي عربستان او د افغانستان د استخباراتو له خوا پر مخ وړل کیږي.

واشنګټن ټایمز زیاتوي، په خپله جنرال سټینلې مک کریستال هم ویلې، چې سعودي عربستان او عربي متحده امارات له طالبانو سره د رسمې خبرو په کار کې مهمه او اساسي ونډه لري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: افغانانو د تاریخ په اوږدو کې بهرنیانو ته سرونه نه دي ټیټ کړي او دا به هم له امکانه لیري وي، چې په دې هېواد کې دې سوله په پېسو وپیرله شي.

طالبان، چې د پاکستان ملاتړ ورسره دی، د امریکایانو وتلو ته منتظر دي او هغه فرصت ته سترګې په لار دي، چې د افغانستان له جګړې څخه د امریکایانو او نورو خلکو ملاتړ کم او په جګړې کي ښکیل هېوادونه ستړې شي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس