سې شنبه د فبرورې۱۶مه
27.11.1388
انډیپینډنټ:
د لندن چاپ انډیپینډنټ ورځپانې د مارجې د عملیاتو په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د دغو عملیاتو نتیجه د افغانستان راتلونکې پورې تړاو لري.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، دا عملیات د افغانستان خلکو او نړېوالو ته مختلف پیغامونه لري.
د مطلب لیکونکی وايي، که چېرته دا عملیات په کامیابۍ سره تمام شي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او بیارغونې کارونه پیل شي نو په هغه صورت کې به ښايي خلک د بهرنیو ځواکونو د شتون او د حامدکرزي د حکومت ملاتړ ته وهڅیږي.
د ورځپاڼې يه وینا امریکايي ځواکونو په مارجه کې له عملیاتو نه مخکې پراخ تبیلغات وکړل څو خلک سیمه پریږدي او د ملکي مرګ ژوبلې مخه هم ونیول شي خو د مقالې د لیکونکې په قول طالبانو هم له دغو تبلیغاتو څخه ګټه پورته کړه.
انډیپینډنټ زیاتوي که چیرته طالبانو په خپله سیمه پریښي وي او پر افغان او نړېوالو ځواکونو د ځوابي بریدونو پلان ولري نو په هغه حالت کې به د دغو عملیاتو نتیجه په زړه پورې نه وي.
یوه بله موضوع هم شته او هغه دا، چې دا عملیات د افغان او نړېوالو ځواکونو ګډ عملیات دي او په همدې ترڅ کې به د افغان ځواکونو توانمندي هم معلومه شي، چې ایا په خپله د امنیت ساتنې جوګه دي او که نه.
ورځپاڼه زیاتوي، که چیرته افغان ځواکونه د مارجې د عملیاتو په ترڅ کې کوم ابتکار وکړي نو پر افغان ملي اردوبه د خلکو او نړېوالو اعتماد ټینګ شي او په همدې ډول به په راتلونکې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هم لاره اواره شي.
د ورځپاڼې په وینا د مارجې په عملیاتو کې کامیابي د افغانستان راتلونکې ټاکي.
ډیلي ټیلي ګراف:
د ډیلي ټیلې ګراف ورځپاڼه بیا لیکي، چې د مارجې عملیات د افغانستان د خلکو د زړونو او فکر د جلبولو یوه مبارزه هم ده.
ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا او بریتانیا خلک له دغې جګړې ملاتړ نه کوي خو که عملیات بریالي شي، سیمه له طالبانو پاکه شي او افغان ځواکونه د سیمې د امنیت مسولیت پر غاړه واخلي نو په هغه صورت کې به د امریکا او بریتانیا ولسونه یو څه راضي شي ځکه، چې په دغو عملیاتو کې کامیابي له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو د وتلو موده رانږدې کوي.
ډیلي ټیلې ګراف د مطلب په پای کې لیکي: د مارجې په عملیاتو کې کامیابي او د پلان له مخې د عملیاتو وروسته د ټاکل شوې پروسې تطبیق د افغانستان او د هغو هېوادونو د خلکو، چې په افغانستان کې سرتېري لري د افکارو او اعتماد ګټلو لپاره ژوندی اهمیت لري.