ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

شنبه د فبروري۱۳مه

وروستی بدلون 24 11 1388 03:25 PM

نن باسټن ګلوب او د ترکیې حریت نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د امریکا د کانګرس د یوه پخواني غړي مړینه، چې پخوا یې د افغانستان د مجاهدینو ملاتړی و او افغانستان سره د ترکیې هېواد مرستو ته ځانګړي کړي.

باسټن ګلوب:

په امریکا کې خپریدونکي ورځپاڼې باسټن ګلوب په وروستۍ ګڼې کې د امریکا د کانګرس د یوه پخواني غړي د مړیني په اړه، چې د افغانستان له مجاهدینو سره یې زیاتې مرستې کړي، یوه مقاله لیکې او سرلیک یې ورکړی: "چارلي ویلسن- دوه ځلې د افغانستان په اړه په ځاي خبره."

ورځپاڼه لیکي، چارلي وېلسن چې د شپږ اویا کلونو په عمر مړ شو، د امریکا په کانګرس کې د ټکزاس ایالت وکیل و. ده د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو په ضد جګړې کې د افغانستان مجاهدینو ته زیاتې مالي مرستې ټولې کړې وې.

لکه څنګه، چې چارلي په خپل کتاب او فلم کې چې "د چارلي ویلسن جګړه نومیږي" لیکلي او ښودلي، په پاکستان کې د افغاني مهاجرو د ژوند ناوړه شرایطو پرې زیات اغیز کړی و او له همدې امله یې د مجاهدینو مرستې ته ملا وتړله.

ویلسن منلې وه، چې موږ (امریکایانو) جګړه تر پایه تعقیب نه کړه. د ده دا خبره هغه مهال یعنې له افغانستان څخه د شورویانو له وتلو وروسته یو څه ترخه وه، خو د ورځپاڼې په باور، ده په دواړو مواردو کې په ځای خبره کړې وه، په دې معنی، چې افغانان نه یوازې د شورویانو ضد جګړې کې د مرستو مستحق وو، بلکه د ۱۹۸۹ کال په پای کې، چې جګړه ختمه شوه، د هېواد په بیا رغاوونې کې باید هم ور سره مرسته شوی وای.

باسټن ګلوب ورځپاڼه لیکي، دا د چارلي ویلسن ګناه نه وه، چې افغانستان وروسته د کورنۍ جګړې، طالبانو او القاعده شبکې له مصیبتونو سره مخامخ شو، بلکه د هغه وخت د ولسمشرانو جیمي کارتراو رونالډ ریګن حکومتونه د هیلو او غرور په لومه کې راګیر شوي وو او د ساړه جنګ اندېښنو دومره مشغول کړي وو، هغه جهادي بلا ګانې چې په افغانستان کې یې خوشې کړې وې، د هغوي راتلونکي خطرته یې پام ونه کړ.

حریت ورځپاڼه:

د ترکیې حریت ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د ترکیې سرتېرو د ونډې په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې راغلي،
ترکیه د افغانستان په بیارغاوونې کې د نړېوالو هلو ځلو ستره برخه پر مخ وړي او باید، چې ترکیه دا کار وکړي.

د ترکیې مرستندویه موسسه (تیکا) په افغانستان کې سړکونه، روغتونونه او ښوونځي جوړوي او دواړه هېوادونه په خپلو کې تاریخي فرهنګي اړیکي لري.

حریت ورځپاڼه لیکي، په جګړو کې ښکېلېدل چې معمولاً د نړېوالو پالیسیو د ناکامۍ له امله وي او په خاص ډول که چېرې د امریکا او ناټو د پالیسو په نتیجه کې ترکیه د افغانستان په جګړو کې ښکیله شي نو په دې کار به ترکان ډېر خفه شي.

د پالیسۍ د بدلون په صورت کې به په نورو مسالو برسېره، په لومړي قدم کې، د افغانستان له ملکي برخو سره د ترکیې د خلکو ملاتړ بند شي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس