ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

پنجشنبه د فبروري ۱۲مه

وروستی بدلون 22 11 1388 03:13 PM

فایننشل ټایمز او کریسچن ساینس مانیټور ورځپاڼو کې له افغانستان څخه د هالنډ او کاناډا هېوادونو د پرېکړې په اړه، چې خپل سرتېرې به افغانستان څخه اوباسي او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د ترکیې هېواد رول ته اشاره کړې.

فایننشل ټایمز:

په انګلستان کې خپریدونکې فایننشل ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د هالنډ د هغې پرېکړې په اړه چې وایي، د روان کال په دوهمې نیمایي کې به د افغانستان په جنوب کې د جګړو له ډګرونو څخه خپل ځواکونه وباسي، یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي:

د هالنډ دا پرېکړه له یوې خوا د ناټو په اعتبار او حیثیت باندې یو ګذار دی او دا ځکه چې دې سازمان په خپلو غړیو غږ کړی، چې په افغانستان کې دې خپل پوځي حضور زیات کړي.

له بلې خوا د هالنډ دا پرېکړه ممکن د زنځیر د کړۍ په څېر غبرګونونه رامنځ ته کړي او نور هېوادونه به هم له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ایستلو ته وهڅیږي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼه زیاتوی، هالنډ او ناټو غواړي د هالنډ دا پرېکړه داسې عملي کړي، چې ناوړه عواقب ونه لري. د معلوماتو له مخې، ناټو له هالنډ څخه غوښتي چې د افغانستان د ملي پوځ د روزنې د چارو مسوولیت دې په غاړه واخلي.

په دې کار سره به د دې هېواد عسکر د ارزګان ولایت له جبهو څخه ووځي او پوځي حضور به یې په یوه بل ډول په افغانستان کې دوام پیدا کړي.

هالنډ دا مهال د ارزګان د جګړې په ډګر کې ۱۴۰۰ عسکر لري او دغه راز د افغانستان په نورو برخو کې یې پنځه سوه عسکر هم خدمت کوي.

له افغانستان څخه د دې هېواد د عسکرو د اېستلو د پرېکړې له وجي زیاتې اندیښنې پیدا شوي دي. کاناډا هم ویلي، چې د ۲۰۱۱ کال په پای کې به په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ختم کړي.

د کاناډا او هالند دې پرېکړو د ناټو په ژمنو کې یو ډول ګډوډي رامنځ ته کړې ده.

کریسچن ساینس مانیټور:

په امریکا کي خپریدونکي ورځپاڼې کریسچن ساینس مانیټور په وروستۍ ګڼې کې "ترکیه څنګه په افغانستان کې مرسته کولای شي؟" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

د لندن په کنفرنس کی د امریکا متحده ایالات، ناټو متحدین او د افغانستان ګاوڼدیان سلا شول، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په مقصد د دوی د پوځي او ملکي هلې ځلو هم غږي حتمي ده.

په ملکي برخې کې په دې خبرې ټینګار وشو، چې د افغانستان اداري ارګانونه به تقویه کوي تر څو یو شمېر وسله وال راجزب کړای شي.

ورځپاڼه لیکي، په دې کار کې له بل هر هېواد څخه زیات ترکیه له افغانستان سره مرسته کولای شي او دا ځکه چې له یوې خوا ترکیه له افغانستان سره د اوږدې مودې تاریخي دوستي لري او له بلې خوا ترکیه د ناټو غړی هېواد دی، چی دا دواړه عنصر د افغانانو د زړونو او فکرونو خپلولو په کار کی زیات اهمیت لري.

د ورځپاڼې په باور، د افغانستان او ترکیې د دوستۍ اړیکې په درېیو ټکو ولاړ دی:

لومړی دا، چي دا دوه هېوادونه ګډه پوله نه لري چي اختلافات دې تر راپورته شي.

دوهم دا، که څه هم چې تر کیه یو قوي او غښتلی هېوا دی، خو هېڅکله یې په افغانستان باندې د یرغل او دښمنۍ اراده او نیت نه درلود او نه یې لري.

درېیم ټکی دا دی، چې ترکیه او افغانستان دواړه اسلامی هېوادونه دي او د ورځپاڼې په باور، د طالبنانو د واکمنۍ په مهال ترکیې د برهان الدین رباني حکومت په رسمیت پیژانده خو د طالبانو له استازو سره د کتنو په مهال یې هیڅکه هم هغوی ته تندی نه دی تریو کړی.

همدا دلیل دی، چی ترکیه د افغانستان په سولې او ثبات کی مهمه ونډه اخیستلاي شي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس