راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

دو شبنه د سلواغې ۱۹ مه

وروستی بدلون 19 11 1388 12:00 PM

کابل چاب ورځپانو په هلمند کې د پراخو چاڼیزو عملیاتو، د مونښن په غونډه کې د ولسمشر ویناوو او په بنګله دیش کې د افغان لوبغاړو لاس ته راوړنو په اړه مطالب او سرمقالې خپرې کړي، چې حمید مهمند ترې لاندني مطالب چاڼ کړي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د هلمند له مارجې سيمې نه د جګړې له ويرې د خلكو وتلو ته ځانګړې كړی او ليكلي، چې له دې سيمې څخه وتلي خلك، چې اكثره يې بې وزلي دي په لښكرګاه كې د اوسيدو ځای نه لري او تراوسه پورې ورسره د خوراك، پوښاك او خيمو مرسته هم نه ده شوې.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د مونيخ نړيواله غونډې ته د ولسمشر كرزي د وينا ځينې ټكي هم راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، چې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره سيمه ايزه همكاري خورا مهمه ده.

په ورځپاڼه كې روسيى ته د ناټو د عمومي منشي دا خبردارې هم راخستل شوی، چې يو نا ارامه افغانستان د روسيى لپاره هم زيان اړوونكی دی.

ورځپاڼې پهخپله سرمقاله كې د جنوبي اسيا په لوبو كې د افغان لوبغاړو لاس ته راوړنو ته په اشارې ليكلي، چې چارواكي بايد په هېواد كې دوى ته د ښو امكاناتو په برابرولو سره د دوى وړتياوې لا پياوړې كړي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د مونيښ غونډې ته د ولسمشر كرزي په وينا تبصره كړې او ليكلي، چې افغانستان چمتو دی، چې د ټولو چارو نوښت په خپل لاس كې واخلي.

ورځپاڼې د ښاغلي كرزي په حواله دا هم ليكلي، چې له دولت سره د ټولو موازي جوړښتونو فعاليتونه بايد پاى ومومي او انجيوګانې، نړيوالې مرستندويه ادارې او د ولايتي بيارغونې ډلې بايد داسې څه ونه كړي، چې د دولت د كمزرې كيدو سبب شي.

سرنوشت:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ كې د مونيښ غونډې ته د ولسمشر كرزي د وينا دا ټكي راخستي، چې نړيوال ځواكونه دې په كليو او بانډو كې پوځي عمليات نه كوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د هلمند په مارجې سيمه كې د پوځي عملياتو په پيل بحث كړې او ليكلي، پداسې حال كې، چې افغان دولت له طالبانو سره د جوړ جاړي په هڅو بوخت دې نو ددې عملياتو پيل څه معنى لري.

ورځپاڼې په دوام كې دا ويره هم څرګنده كړې، چې ځينې كړۍ خو دا هڅه نه كوي، چې د ولسمشر د پخلاينې بهير ته زيان واړوي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د جنګي مجرمينو د محاكمې په اړه هم يو مطلب خپور كړې او پوښتلي دې، چې ايا دا كار شونې دی؟

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د هلمند په مارجه سيمه كې په پيليدونكو عملياتو بحث كړې او ليكلي، چې ددې عملياتو له پيل نه مخكې بايد د ملكي خلكو حالت ته پاملرنه وشي.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د بيان د ازادۍ مسئله څيړلې او ليكلي، چې دا ازادي بايد د افغانستان ملي ګټې زيانمنې نه كړي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك د هلمند په مارجې سيمه كې د افغان او بهرنيو ځواكونو پيليدونكو عملياتو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې يو زيات شمير افغان او بهرني ځواكونه دې عملياتو ته چمتو شوي دي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د ناټو د ملكي استازي په حواله بيا ليكلي، چې دوى غواړي د طالبانو ځواك له منځه يوسي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله په كابل كې چاپيريال ته ور پيښو ګواښونو ته ځانګړې كړې او ليكلي، مخكې له دې، چې دا د يو ناورين حالت غوره كړي بايد د هغې مخه ونيولې شي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د مونيخ امنيتي غونډې ته د ولسمشر كرزي د وينا ځينې برخې راخستې او ليكلي، چې په راتلونكو پنځو كلونو كې به افغانستان ددې جوګه شي، چې خپلو خلكو امنيت ټينګ كړي.

په ورځپاڼه كې د مونيخ د غونډې په څنډه كې د افغان ولسمشر او د امريكا د جګپوړي قومندان ترمنځ د ليدنې خبر هم وركړل شوې او ويل شوي، چې دواړو لوريو د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې په مخنيوي ټينګار وكړ.

دې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د جنوبي اسيا د هيوادونو په لوبو كې د افغان لوبغاړو په برياو تبصره كړې او ليكلي سره له دې، چې دوى په هيواد كې له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو بيا يى وكړاى شول، چې په دغو لوبو كې په ښه توګه وځليږي.


راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزه راخستې او په دولتي ادارو كې پدې اړه شتو بې پروايي ته په اشارې په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې پدې برخه كې جدي اقدامات ندي شوي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره نړيوالې ټولنې ته دا سپارښتنه كړې، چې د افغان دولت له لارې دې عمل وكړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا ددې لپاره، چې افغان امنيتي ځواكونه د هيواد د امنيت د ساتلو جوګه شي ليكلي، چې ددوى روزنې او سمبالښت ته سخته اړتيا ليدلې كيږي.

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس