یکشنبې د فبروري ۷ مه
وروستی بدلون 18 11 1388 09:52 AM
واشنګټن پوست او انټرنشنل هرالډ ټریبیون ورځپاڼو په هلمند کې د ایتلافي او افغان ځواکونو ګډ عملیاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې د ناټو د عمومي قومندان له خولې یې لیکلي: مخالف لوري ته مرګ ژوبله اړول جګړه نوره هم اوږدوي، ډېر ښه بریالیتوب دا دی، چې له یوه ډز پرته جګړه وګټل شي.
واشنګټن پوسټ:
د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په هلمند ولایت کې د پلان شوې حملې په اړه یوې مقاله کې لیکي:
تاسې به په څو راتلونکو ورځو کې په هغوعملیاتو کې زموږ د توانمندۍ شاهدان واوسۍ، چې د افغان ځواکونو په مشري او د ناټو قواوو په ملاتړ په هلمند ولایت کې ترسره کیږي. دا عملیات به ډیر زر پیل شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د ناټو قومندان او له نورو قومندانانو څخه پوښتنه کوي، چې ولې د دغو حملو د پلان په باب په ښکاره خبرې کیږي؟
د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ستینلي مک کرېسټل په ځواب کې وایي، د دې لپاره چې افغانان مو تر یوه حده د خپلو وسلو ایښودو ته هڅولې وي او په مارجه ولسوالۍ کې د طالبانو له څنګه لیرې شي.
ورځپاڼه د جنرال مک کرېسټل د خبرو په دوام لیکي، که هغوی غواړي جګړه وکړي، په ښکاره ډول به یې نتیجه وویني او که هغوی جګړه کول نه غواړي، دا هم ښه خبره ده.
خو موږ تر ډېره حده غواړو هغوی اړ وځي، چې وویني او ویې مني. په حقیقت کې موږ غواړو هغوی ته د فکر کولو وخت ورکړو. له دې وجې موږ د دود خلا ف کار کوو.
ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نظر دا دی، چې د دښمن د وسله والو زیات شمېر وژل د زیاتې دښمنۍ او ډېرغضب سبب کیږي او جګړه اوږدوي نو ډېر ښه بریالیتوب دا دی، چې له یوه ډز پرته جګړه وګټل شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د دې مقالې په پای کې لیکي، د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي، بریالیتوب د جګړې په عملیاتو کې د زیات شمېر دښمنانو په وژنه کې ټاکونکی نه دی، بلکه بریالیتوب هغه مهال ټاکونکی وي، چې ولیدل شي څومره افغانان د جګړې په ساحه کې او تر عملیاتو وروسته د مرکزي حکومت ملاتړ کوي.
انټرنشنل هرالډ تریبیون:
د امریکا چاپ بله ورځپاڼه انټرنشنل هرالډ تریبیون هم په خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د جګړې په باب د امریکایي جنرال خوشبینۍ، ترعنوان لاندې یوه مقاله لیکلي او په یوه برخه کې یې راغلي، اټکل کیږي، چې ډېر زر په هلمند ولایت کې سخت عملیات پیل شي.
دا عملیات د بهرنیو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د مشارکت یوه پرمختللې او مهمه نمونه ده. هلمند د وسله والو طالبانو د فعالیت او د نشه يي توکو د تجارت مرکز دی.
هلمند د سیند او حاصلخیزو مځکو د لرلو له امله د زیات شمېر نفوس عمده مرکز او د وسله والو پرضد د ایتلاف ځواکونو د ثقل ستراتیژیک مرکز ګڼل کیږي.
ورځپاڼه د مقالې په وروستۍ برخه کې لیکي، تر ټولو لوی کار د افغانستان د خلکو قانع کول او متقاعد کول دي. ځکه دا په اصطلاح یوه فزیکي جګړه نه ده، چې وویل شي تاسو څومره خلک وژلې دي؟
تر کومې ساحې پورې مځکه مو نیولې ده او یا څومره پلونه مو ویجاړ کړي دي؟ دا یوه شعوري او احساسي جګړه ده، چې د ګډون کونکو په فکر او دماغ کې ځای لري.