چهارشنبه د فبروري ۳ یمه
وروستی بدلون 14 11 1388 02:57 PM
باسټن ګلوب او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس، د امریکايي سیاست والو ترمنځ تضاد او د امریکا او ولسمشر کرزي تر منځ د توافق نشتوالي په اړه مطالب خپاره کړي دي.
باسټن ګلوب:
په امریکا کي خپریدونکي ورځپاڼې باسټن ګلوب په وروستۍ ګڼې کې "په افغانستان کې تضادونه" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:
د افغانستان جمهور رییس د لندن په کنفرنس کې د خپل هېواد راتلونکي پلان تشریح کړ، خو یوه خبره په کې په تکرار سره ذکر شوه او هغه له طالبانو سره د سولې یا مصالحې او په ټولنې کې د وسله والو د جذبولو مساله وه. د افغانستان جمهور رییس د دې کار لپاره د لويې جرګې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
باسټن ګلوب ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د هغو طالبانو د جذب خبرې وکړي، چې له خپلو حلقاتو یا کړیو څخه جلا شوي دي.
د ورځپاڼې په باور، د طالب وسله والو جذبول نیک کار دی او باید په دې لار کې زیاتې هلې ځلې وشي، خو په دې اړه د امریکا د سیاست والو تر منځ اختلاف موجود دی.
ورځپاڼه لیکي، که څه هم چې د لندن د کنفرنس هدف د مختلفو اړخونو راټولول وو، خو داسي بریښي، چې د متحده ایالاتو او جمهور رییس کرزي تر منځ پوره توافق نه شته.
ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا متحده ایالات ویره لري داسې ونه شي، چې جمهور رییس کرزی د مصالحې لپاره ټول مخالفان یوې خیمي ته راوبولي او له حدودو اخوا پریکړې وکړي.
باسټن ګلوب د یوه انګلیس ډپلوماټ له خولې لیکي، که له مخالفانو سره د جمهور رییس کرزي توافق وشي نو په هغه صورت کې به طالبان د افغانستان سیاسي تشکیل ته داخل شي او نور به د نړیوالو تروریستانو په ډله کې نه شمېرل کیږي.
په داسې یوه حالت کې به له ناټو او امریکایي عسکرو سره دا پوښتنه پیدا شي، چې دوی ولې د طالبانو د ماتولو لپاره قربانۍ ورکوي.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چاروزیرې په افغانستان کې د ښځو د ونډې خبرې وکړي او حتی په ځینو شبکو کې یې د ښځو د مشرتابه یادونه هم وکړه.
خو که چېرې د ښځو په ونډې باندې زیات ټینګار د دې سبب شي، چې یو زیات شمېر افراطیان د سولې له عملیې څخه ووځي نو د ورځپاڼې په باور، د ښځو زیات حضور به د سولې لار بنده کړي.
باسټن ګلوب ورځپاڼه وړاندې لیکي، بل تضاد دا دی چې طالبان په پاکستان کې د پټیدو ځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې په دېره بهرنیو ځواکونو حملې کوي.
خبره دا ده چې امریکا، پاکستان خپل دوست او متحد بولي او د امریکا د نورو دوستانو په ډله کې، سعودي عربستان او عربي متحده امارات هم له طالبانو سره مرسته کوي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې هم د افغانستان په اړه یوه مقاله لیکي او د پیل په کرښو کي یې لیکي، که څه هم چې د لندن په کنفرنس کې ګډون والو د افغانستان لپاره د مرستو زیاتې ژمنې وکړي او افغانستان ته د زیاتو عسکرو په استولو هم سلا شول.
خو د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ رازموسن وایي، په افغانستان کې پوځي روزونکو ته زیاته اړتیا ده او هڅه به وکړي، چې د ناټو غړي هېوادونه په دې کار کې مرسته وکړي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، راز موسن دا هم ویلی، هر څومره چې په افغانستان کې د پوځي روزونکو شمېر زیاتیږي په هماغه اندازه د دې هېواد د ملي پوځ او پولیسو د رزونې چاري سرعت پیدا کوي او په دې توګه به افغان امنیتي ځواکونه ژر تر ژره د امنیتي چارو د مسوولیت اخیستني جوګه شي او بهرنیو ځواکونو ته به له افغانستان څخه د وتلو لار خلاصه شي.