ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

جنوري۳۱

11.11.1388
ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د یوه متقاعده پاکستاني صاحب منصب له قوله لیکلي چې د طالبانو مشر تیار دی له القاعده څخه ځان خلاص کړي .

ورځپاڼه له راولپنډۍ څخه د دیکلن والش په قلم په دې تبصره کې لیکلي : د پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی ایس آی یو متقاعده صاحب منصب وايي چې که ملا عمر ته موقع په لاس ورشي د القاعده کسان به په نښه کړي .

ډګرمن سلطان امیرتارړ ، چې ملا عمر یې شاګردي کړې او د ده په وینا نوموړی د ده له لوري روزل شوی ، وايي چې ملا عمر سوله غواړي اونور د جګړې طرفدار نه دی .

ګارډین وايي که د تارړ دا خبره حقیقت ولري نود لوېدیځوالو لپاره به ښه خبره وي چې غواړي د افغانستان د شخړې لپاره یوه سوله ییزه حل لاره پیدا کړي .

خو دیپلوماتان او استخباراتي مقامات پوښتنه کوي چې په څه ډول ملا عمر له القاعده څخه ځان بېل کړي چې له تېرو اتو کلونو راهیسي دوی ته پیسې ورکوي ، لارښوونې او ایدیالوژیک ملاتړ یې کوي .

نیویارک ټایمز د افغانستان په اړه دوې مقالې خپرې کړي چې په یوې کې یې په دې باب رڼا اچول شوې چې په افغانستان کې مېشت امریکايي سمندري پلي سرتېري په افغانستان کې د سولې او امنیت د راوستلو لپاره د ولس د ملاتړ لپاره په داسې لارو چارو کار کوي چې د هغوی زړونه خپل کړي .

ورځپاڼه په هلمند کې د امریکايی ځواکونو له لوري د یوه قومي مشر د کور او د هغه د کلي د جومات په ترمیمولو کې د امریکايی ځواکونو مالي مرستې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا ډول چارې په ولس کې د طالبانو د نفوذ مخه نیولی شي .

ورځپاڼه وايی چې په نژدې یوه میاشت کې امریکايی ځواکونو په دا ډول شلو پروژو نژدې پنځوس زره ډالر لګولي او د راتلونکي کال د پسرلي ترپایه به په پنځه اویا نورو پروژو دوه لکه ډالر ولګوي .

آیریش ټایمز ورځپاڼې له جګړې د راګرځولو لپاره د ولسمشرکرزي پر هغه پلان رڼا اچولې چې پراساس یې عادي طالبانو ته کار برابرېږي . ورڅپاڼه د ځینو لوېدیځو سرچینو په قول وايی چې ممکن له دې لارې په سلو کې اتیا جنګېدونکي عناصر وسله پرمځکه کښېږدي .
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس