د جنوري ۳۰ مه
وروستی بدلون 10 11 1388 01:52 PM
فایننشل ټایمز او ډیلي ټیلګراف ورځپاڼو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د خضور په اړه مقالې لېکلي دي .
فایننشل ټایمز:
په انګلیستان کي خپریدونکې ورځپاڼې فایننشل ټایمز په وروستۍ ګڼې کې "لویدیځ د دښمن او ځواکونو د اېستلو تر منځ زړه نازړه دی" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي:
هغه مهال چې جنرال سټیلې مک کرېسټل د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د وسله والو په ضد ستراتیژي اعلان کړه، نو لومړی غبرګون دا و، چې متحده ایالات د طالبانود ماتولو په کار کې جدي دی. بل نظر دا و، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ایستل نږدې شوی دی.
د ورځپاڼې په باور، د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان چې د افغانستان د ثبات لپاره اړتیاوې په ګوته کولې د افغانستان د ناوړه شرایطو او واقعیتونو تر منځ فاصله او دغه راز د امریکا او اروپا د سیاسي ستړتیا علامې یې هم په ډاګه کړي.
فایننشل ټایمز لیکي، د افغانستان جګړه د هیلو او توقعاتو د ګډوډیو په اساس محاسبه شوې ده. د جنرال مک کرېسټل له خوا د نورو عسکرو غوښتنه د دې معنی لري، چې لویدیځ د طالبانو د ماتولو اراده او هوډ لري.
خودا چې ناټو غواړي د امنیتي چارو مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري داسې بریښي، چې دوی له افغانستان څخه د وتلو لار لټوي.\
ورځپاڼه لیکي، له طالبانو سره پخلاینه او هغوی ته د دوستۍ لاس غزونه په ستراتیژیکی لحاظ ښه کار دی، خو د ستونزو د جرړو ایتسل زیات وخت غواړي.
له طالبانو سره له مذاکرو څخه داسې بریښي، چې اصلي هدف له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د ایستلو چټکول دي. که خبره همداسې وی، نو د افغانانو لپاره به ګرانه وي د افغانستان د حکومت ملاتړ او د ناټو موقتي مصونیت ته زړه ښه کړي.
ډیلي ټیلګراف:
په انګلستان کې بلې خپریدونکي ورځپاڼې ډیلي ټیلګراف هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو او روانو جګړو په اړه یوه مقاله لیکلي او د پيل په کرښو کې یې راغلي:
له یوې لسیزې زیات کلونه کیږي، چې موږ په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره د غلطو انګیرنو او کړنو له وجې زیاتې وینې او منابع قربان کړي دي.
خو په پوره ډاډ دا ادعا کولای شو، چې دا مهال موږ د ستونزې یا شخړې د حل لپاره یوه اساسي ستراتیژي په واک کې لرو، خو دا پوښتنه هم پیدا کیږي چې ایا د افغانستان د ستونزو حل ډېر ناوخته نه دی.
ورځپاڼه د مقالي په پای کې لیکي، اصلي خبره دا ده، چې ایا په افغانستان کې د مرګ ژوبلو د مخنیوي په مقصد، انګلستان، امریکا او د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان بیا رغوونې ته ژمنه ده او په ریښتیا هم په دې هېواد کې د خپل ماموریت د سرته رسولو قوی اراده لري.