چهار شنبه د جنوري ۲۷ مه
وروستی بدلون 07 11 1388 01:36 PM
ډيلي ټیلیګراف ورځپاڼې او سټراټفور کامینتري خپرنې وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې او په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې په اړه مطالب خپاره کړي، چې سلطان سرور یې لنډېز په لاندني مطالبو کې رانغاړلي دي.
ډیلي ټیلیګراف:
د انګلستان د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه په یو تحلیل کې لیکي، په هلمند ولایت کې نوي پوځي عملیات وروسته له هغه ممکن شول، چې د امریکا جمهور رییس ښاغلی اوباما افغانستان ته د دېرشو زرو نورو عسکرو د استولو پرېکړه وکړه.
همداشان د ناټو نورغړي هېوادونه هم اوه زره نورعسکر افغانستان ته استوي.
ورځپاڼه زیاتوي د پوځي قدرت زیاتېدل متحدینو ته د دې چانس ورکوي، چې وسله والو طالبانو ته پوځي ډګر کې ماته ورکړي خو د ناټو لوړ پوړی قوماندان جنرال سټنلي مک کرېسټل د دوشنبې په ورځ وویل، چې یواځې د پوځي لارې د افغانستان ستونزه نه شي حلېدای.
ده زیاته کړه، د حل لاره یواځې هغه وخت پرانیستل کیږي، چې په سیاسي سطحه د طالبانو په شمول خبرې اترې پیل شي.
د همدغه نظر څخه د ورځپانې په وینا د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلي بنډ هم ملاتړ کړی دی.
سټراټفور کامینتري:
د سټراټفور کامینتري په نامه خپرونه بیا په ترکیه کې د افغانستان پاکستان او ترکیې د مشرانو خبرو اترو ته په اشاره لیکي، چې په دغو خبرو کې د طالبانو پرضد نږدې همکارۍ وڅېړل شوه.
دغو مشرانو همداشان طالبانو سره د خبرو اترو د پيل د مفکورې سره هم دلچسپي وښودله.
امریکایان او انګلسان هم د ترکې افغانستان او پاکستان د مشرانو په شان د دغه فکر ملاتړ کوي.
خپرونه زیاتو، وسله والو طالبانو سره سوله کول ترهغه ناممکنه ښکاري، چې پاکستان او متحده ایالات د ښو او بدو طالبانو د تعریف په هکله یو تفاهم ته و رسیږي.
د ښو او بدو طالبانو اصطلاح پاکستانیانو رامنځ ته کړې ده، د بلې خوا طالبانو تراوسه د خبرو کولو لپاره خپله انګېزه نه ده ښودلې.
سټراټفور کامینتري زیاتوي، د متحده ایالاتو سره داسې استخباراتي معلومات نشته، چې وشي کولای د پخلا کېدونکو او نه پخلاکېدونکو طالبانو ترمنځ توپیر وکړي.
پاکستان یواځنی هېواد دی، چې هم دغه استخباراتي معلومات لري او د طالبانو سره په تماس کې دی.
اوس داسې ښکاري، چې پاکستان ابتکار په خپل لاس کې نیولی او ویلي یې دي چې پردې مسالې به کار وکړي.
دغه هلې ځلې له یوې مودې را په دېخوا دوام لري او پاکستانیان هڅه کوي چې دغه کار د ترکانو په منِځګړیتوب وکړي.
امریکایانو هم ترکانو ته شین چراغ ورکړی، چې دغه هلې ځلې پرمخ بوځي.
سټراټفور کامیټري په خپل تحلیل کې زیاتوي، داسې ښکاري چې انقرې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د نږدې والی په راوستلو کې یو څه بریالیتوب ترلاسه کړی دی.