ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

سې شنبه دې جنوري ۲۶ مه

وروستی بدلون 06 11 1388 05:37 PM

بهرنیو ورځپاڼو ته سلطان سرور لنډه کتنه کړې ده.

انډپنډڼټ:

انډپنډڼټ ورځپاڼه لیکی، د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون پرېکړه چې پارلماني انتخابات یې وځنډول له یوه اړخه د تاسف وړ ده.

په ټاکلي وخت انتخابات ترسره کول د ډموکراسي یوه مهمه برخه ده.

خو د دغی پرېکړې نورو ټول اړخونه مثبت دي. دغه پرېکړه ښیی چې واقعیت ګرایي د تش تصور او خیالاتو ځای نیولی دی.

دغه پرېکړه ښیي چې جمهور رییس کرزی او د ده لویدیځو پلویانو د تېرکال د نیمګړو انتخاباتو څخه درسونه زده کړي دي.

او دغه پرېکړه ښیي چې مخکې له دې چې خلک رایې ورکړې باید د انتخاباتو په مقرراتو کې بدلون راوستل شي.

د راتلونکي مۍ د دوه ویشتمې په ځای د سپټمبر میاشتې اتلسمه د پارلماني انتخاباتو لپاره نوې نېټه وټاکل شوه.

او دغه پرېکړه دلندن دکنفرانس له مخې یو خنډ لیرې کړ. اوس د پارلماني انتخاباتو موضوع د کنفرانس په اجندا کې نه ده شامله.

د افغانستان د انتخاباتو کومیسیون وویل، چی د مالي امکاناتو او د امنیتي نیمګړتیاو له امله یې انتخابات وځنډول او د دې معنې دا ده، چې افغان چارواکي به راتلونکو انتخاباتو ته د زمینې برابرولو لپاره لازیات مسوولیتونه په غاړه اخلي.

او دا بالکل هغه څه دي، چې برتانیه، امریکا او نورهغه هېوادونه یې غواړي چې په افغانستان کې عسکر لري.

ګارډین:

د برتانیې ګارډین ورځپاڼه هم د افغانستان په اړه یوه مقاله کې وایی:

په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف د پوځی ستراتیژی د اهداف بریالیتوب په دغه هېواد کې دکرنې او زراعت په رغونې پورې تړلی دی.

ګارډین لیکی، له نولسوه شپیتو کلونو راهیسې او بیا په نولسوه نهه اویا کال په افغانستان باندې د پخوانی شوروی اتحاد تریرغله پورې، د دغه هېواد بزګرانو او باغدارانو دولس داړتیا وړ او صادراتو لپاره ډیرې غلې دانې، میوې، سابه، د څارووغوښي اوشیدې تولیده ولې.

خو اوس د غذایی موادو تولید په افغانستان کې ډېر ناکافی دي.

سره له دې، چې د اټکل له مخې د افغانستان د۳۴ ملیونو خلکو پنځه اویا په سلو کې کسان په کلو او بانډو کې اوسي او کرنه او مالداري د دوی لومړنی کار دی خو بیاهم شپږ ملیونه خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي.

ګارډین زیاتوي، په داسې حال کې چې په لنډی راتلونکي مودې کې د قانوني کرنې د زیاتوالي اټکل کیږي، خو د افغانستان د کرنې د سکتور بیا رغونه له لویو ستونزو سره مخامخ ده.

نړیواله ټولنه باید د بزګرانو مشکلاتو ته جدی پاملرنه وکړي، د اوبو لګولو سیستم باید اصلاح شي، بزرګران باید سرمایې ته لاس رسی پیدا کړي او لویې لارې او سړکونه باید ورغول شي.

افغان مقامات وایي، چې د هېواد یواځې ۵۸ په سلو کې کلي او بانډې لویو سړکونو ته موسمی لارې لري او له ټولو نږدې سړک ته د فاصلې اوسط درې میله دی.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس