دو شنبه د جنوري ۲۵ مه
وروستی بدلون 05 11 1388 02:46 PM
سنډې ټلګراف خپرونې او انډیپنډينټ ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډېدو او د ولسمشر کرزي له خوا د کیمیاوي سرې په اړه د فرمان جاري کولو په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې نوریاس نوري ورته کتنه کړې ده.
سنډې تلګراف:
بریتانیانوی چاپ سنډې تلګراف خپرونې په وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې "د افغانستان پارلماني انتخابات څو میاشتې وځنډېدل" یوه مقاله خپره کړې او په پیل کې یې لیکی، په کابل کې ډیپلوماټانو د دغو انتخاباتو د ځنډېدو، چې د مۍ له ۲۲ څخه د سپټمبر اتلسمې ته شاته وغورځول شول، هرکلی وکړ.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي ذکریا بارکزي د انتخاباتو د ځنډیدو د اعلان په مهال وویل، دغه انتخابات د امنیتي ستونزو، د لوژستیکی موانعو، د انتخاباتو د طرزالعمل د ښه کېدو او د مالی بودجې د تامین د ستونزو له کبله وځنډېدل.
سنډې تلګراف لیکي، له افغانستان سره مرستندویه هېوادونو دا په ډاګه کړې وه، چې له هغو انتخاباتو سره به مالي مرسته ونه کړي چې په کې لکه د تېر کال د جمهوری ریاست د انتخاباتو درغلۍ تکرارشي.
دوی د انتخاباتو له کمیسیون څخه غوښتي وو، چې د لندن له کنفرانس دمخه دې پارلماني انتخابات له ټاکلي نیټې شاته وغورځوي او نیټه دې مشخصه کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي کای ایډې وویل، دا یوه قوي پرېکړه وه، موږ د انتخاباتو د کمیسیون د دغې پرکړې درناوی کوو او زموږ په باور دا پرېکړه به د نړیوالې ټولنې قناعت هم حاصل کړی.
خپرونه وړاندې لیکي، یوه غربي ډیپلوماټ وویل، دا پرېکړه په حقیقتونو ولاړه ده او د وخت له پلوه د دې امکان برابروي، چې په شفاف ډول د پارلماني انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د انتخاباتو په اړوندو ادارو کې اساسي اصلاحات پلي شي.
انډیپنډينټ:
بلې بریتانوۍ انډیپنډينټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امونیم نایتریت سرې پراستعمال د بندیز لګولو پرموضوع یوه لیکنه خپره کړې او په یوه برخه کې لیکي، د افغانستان حکومت د لندن د کنفرانس په درشل کې په هېواد کې د امونیم نایتریت د سرې استعمال، چې وسله وال طالبان ورڅخه د سړک د غاړې بمونو په جوړولو کې په سلو کې نوي کار اخلی، غیرقانوني اعلان کړ.
ورځپاڼې دغه راز د ولسمشر کرزي یوه بل پلان ته هم اشاره کړې او لیکي، کرزی به دلندن په کنفرانس کې یوپلان چې تمویلول به یې د لویدیځو هېوادونو په غاړه وي، وړاندې کړي.
په دې پلان کې هغو طالبانو ته چې که له وسله والې مبارزې لاس واخلي او له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي، مالي امتیازات او د کاروبار د زمینو برابرول په پام کې نیول شوي دي.
د انډیپنډينټ ورځپاڼې په وینا د طالبانو قوماندانان خپلو وسله والو ته د هغو پیسو په نسبت چې دولت یې امنیتي ځواکونو ته ورکوي، ډیرې پیسې ورکوي.
ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن هم تېره اونۍ په افغانستان کې د امن راوستو لپاره یو پلان چې ټاکل شوې ده د لندن په کنفرانس کې یې وړاندې کړي، اعلان کړ.
په دی پلان کې په ټولنه کې د عادي وسله والوطالبانو بېرته جذبول شامل دي نه د هغوی مشران.
انډیپنډينټ د دې مقالې په وروستۍ برخه کې له طالبانو سره د روغې جوړې په مساله کې د پاکستان رول ته په اشاره لیکي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو په مقصد به په هره سطحه چې وي، له طالبانو سره تماس ونیسی.
په عین حال کې د بریتانیا حکومت غواړي چې د لندن په کنفرانس کې، د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسولیتونو د سپارلو لپاره یوضرب الاجل وټاکل شي.