ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

یکشنبه د جنوري ۲۴ مه

وروستی بدلون 04 11 1388 01:27 PM

واشنګټن پسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس د وسله والو طالبنو په اړه چې یوه سرطاني دانه ګڼلې او خوست کې د امریکا د CIA د اوو تنو وژل کېدو په اړه مطالب خپاره کړي، چې احمد تکل یې لنډيز رااخیستی.

واشنګټن پسټ:

واشنګټن پسټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی، چې سرلیک یې دی، طالبان یوه سرطاني دانه خو د افغانستان د سیاسي جوړښت یوه برخه دي.
ورځپاڼه لیکي، د امریکا دفاع وزیر د خپلو مرکو او ویناوو په لړ کې د طالبانو ټولې ډلې په یوه کتګورۍ کې راوستي او ویلي یې دي، چې دا ډله یوه اسماني ټکه او یوه سرطاني دانه ده، چې له القاعده شبکې او نورو تندلارو ډلو سره په ملګرتیا کې د افغانستان او پاکستان د ګډو پولو په اوږدو کې فعالیت کوي.

ګېټس له پاکستاني مشرانو غوښتنه وکړه، چې پر وسله والو طالبانو او حتی پر هغو ډلو رحم ونه کړي، چې پاکستان له ډېرې مودې راهیسې هغو ته د خپلو ګټو د ساتونکو په سترګه ګوري.

د امریکا دفاع وزیر د جمعې په ورځ د پاکستان اکسپرس ټلویزیون ته وویل، تاسو نه شئ کولای یوه طالب ته ښه او بل یوه ته بد ووایئ، ځکه د ده په وینا طالبان ټول شریر خلک دي او په پاکستان کې پناه ځایونه لري، چې باید له مینځه یووړل شي.

ګېټس وویل، د طالبانو له قوماندانانو سره د سولې معامله په افغانستان کې د دوامداره سولې یوازینۍ لاره او سیاسي پخلاینه د دې لانجې د حل یوه طریقه ده.

د واشنګټن پسټ په وینا، پاکستان ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې د طالبانو په اړه د امریکا د دفاع وزیر دې څرګندونو ته په اسلام اباد کې د شک او ګومان په سترګه وکتل وشول.

د پاکستان د پوځ ویاند، اطهرعباس چې له ګېټس سره یې کتنه وکړه خبریالانو ته وویل، د امریکا د دفاع وزیر ته مناسبه نه وه، چې د طالبانو ټولې ډلې په یوه تیږه وتلي.

عباس وویل، په طالبانو کې داسې کسان شته چې د نورو اهدافو لپاره جګړه کوي او خطرناک نه دي. عباس وویل، موږ نه شو کولای ټولو شیانو ته یوازې په سپین یا تور رنګ وګورو.

خو په اسلام اباد کې د امنیتي مطالعاتو د تحقیقاتي مرکز مشر امتیازګل وايي، د امریکا په سیاستونو کې تناقض شته.

امتیازګل پوښتنه کوي، چې د امریکا د دفاع وزیر دا خبره ومنو چې وايي طالبان سرطاني دانه ده او که دا چې طالبان د افغانستان د سیاسي جوړښت یوه برخه؟

دی زیاتوي، دا اصول د هرچا له خپلې خوښې سره سم نه شي ټاکل کېدای. امتیازګل همداراز وايي، اسلام اباد د هغو طالبانو چې له پولې پورې وزي او په افغانستان کې د امریکا او ناټو پر قواوو حملې کوي او د خپلو کورنیو هغو ترمینځ د توپیر څرګنده کرښه اېستلې ده.

واشنګټن پسټ په پای کې د امتیازګل له قوله لیکي چې وايي، د ګېټس په وینا کې هغه څه نه لیدل کېږي چې وايي. دی زیاتوي، سمه ده چې د بېلابېلو ډلو ترمینځ اړیکي شته، خو د دوی هره یوه بېلابېلې انګېزې لري، مګر په دوی کې مشترک ټکی چې ټول یې سره یو کړي دي، د امریکا ضد احساسات دي.

نیویارک ټایمز:

بلې امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم په خپله پرونۍ ګڼه کې یو تحلیلي مطلب خپور کړی، چې په کې راغلي دي، د ډسمبر په دېرشمه په خوست کې د CIAد اوو اجنټانو وژنه په پاکستان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د زیاتوالي باعث شوه.

نیویارک ټایمز لیکي، د امریکا د استخباراتي مامورینو له وژل کېدو یوه ورځ وروسته تر نن ورځې، د امریکا بې پیلوټه الوتکو، د شمالي او جنوبي وزیرستان پر سیمو، یوولس حملې کړې چې په نتیجه کې یې نوي تنه پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس