ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

شنبه د جنوري ۲۳ مه

03.11.1388
سټراتفور کامینټري:

په امریکا کې خپرېدونکې سټراتفور کامینټري خپرونې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ په اړه یوه تحلیلي مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

اروپاییان اندېښمن دي، چې روان اقتصادي بحران به په افغانستان کې د متحده ایالاتو په ستراتیژۍ باندې ناوړه اغیز وکړي. په دي معنی چې په ناټو کې د واشنګټن متحدین د دې ستراتیژۍ په وړاندې په خپلو ژمنو کې له محدودیتونو سره مخامخ دي.

خپرونه لیکي، په داسې یوه حالت کې به په افغانستان کې ډېري امریکایي ځواکونه چې همدا اوس له یو لړ محدودیتونو سره مخامخ دي، د وسله والو په ضد جګړو کې لکه څنګه چې یې تمه ده، سمه نتیجه تر لاسه نه کړای شي او د طالب وسله والو د نفوذ په مخنیوي کې به هم له ستونزو سره مخامخ شي.

د خپرونې په باور، که وضعه په همدې شکل دوام وکړي نو د افغانستان جګړه به په یوې استخباراتي جګړې بدله شي. د استخباراتو په کار کې پاکستان له امریکا سره ښه مرسته کولای شي، خو د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ اړیکې هم چنداني ښه نه دي.

سټراتفور کامینټري خپرونه لیکي، د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ ستونزې، پاکستان ته د امریکا د دفاع د وزیر رابرټ ګېټس له دې وروستي سفر څخه هم په ډاګه شوې.

د خپرونې په باور، پاکستانیان په دې پوهیدلی، چې امریکا او لویدیځ هېوادونه نه غواړي د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاته شي.

په دې توګه د اسلام اباد له نظره به دا معقول کار نه وي په هغو وسله والو چې په افغانستان کي جنګیږي، مرګونې حملې وکړي.

خپرونه وړاندې لیکي، اصلي خبره دا ده چې په افغانستان کې د دوو متحدینو یعنې پاکستان او اورپا ستراتیژیکو ګټو د وسله والو ضد جګړې په مخکې، چې جمهور رییس بارک اوباما پرې زیات حساب کوي، ستر خنډونه اچولی دی.

انډپنډنټ:

په انګلستان کې خپریدونکې ورځپاڼې انډپنډنټ په وروستۍ ګڼې کې، "افغانستان یوه نوي سیاسي پلان ته اړتیا لري" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې لیکي:

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ ملیبانډ په بې ساري ډول د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې استماعیه غونډې ته حاضر شو او د خبرو په مهال یې وویل، سره له دې چې افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو پرېکړه په ځای ده، خو دا هېواد یوې نوې سیاسي ستراتیژۍ ته اړتیا لري.

ملیباند چې د پنجشنبې په ورځ یې د امریکا د سنا غړیو ته خبرې وکړې، دغه راز وویل، په افغانستان کې د ځواکونو قوت ضرور دی خو یوازې دا عمل د بري لپاره کافي نه دی.

انډپنډنټ ورځپاڼه زیاتوي، په ۲۰۱۰ میلادي کال باید نړیواله ټولنه په افغانستان کې د یوې نوي ستراتیژۍ لپاره خپلې پوځي او ملکي منابع سره یو شان کړي تر څو د افغانستان د دفاع په کار کې د افغانانو ملاتړ حاصل کړي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس