ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

پنجشنبه د جنوري ۲۱ مه

01.11.1388
فایننشیل تایمز:

له لندنه خپریدونکې فایننشیل تایمز ورځپاڼې خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغاني او پاکستاني طالبانو ترمینځ د هماهنګی په اړه یوه مقاله خپره کړی ده.

ورځپاڼه وایي، سره له دې چې په افغانستان او پاکستان کې طالبان یو له بله جلا فعالیت کوي، خو لویدیځ چارواکی په دې باور دي چې افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره مشورو لپاره اکثر صوبه سرحد او بلوچستان ته تګ راتګ کوي.

ورځپاڼه د یو لوړ رتبه دولتی مقام له قوله لیکي، هغه څه چې واقعیت لري مهم نه دی بلکه مهم هغه څه دی، چې امریکایان یې فکر کوي.

دی وایي، چې زموږ سیمی ته د امریکایانو د پاملرنې خطر ورځ تربلې زیاتیږي.

فایننشیل ټایمز لیکي، په بلوچستان کې د طالبانو اډې په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو ګټو ته یو دوامداره ګواښ جوړوي.

نو که چېرې دغه اډې له مینځه ولاړې نه شي نو په افغانستان کې به د امنیت ټینګښت ستونزمن وي.

ورځپاڼه لیکي، څیړونکي خبرداری ورکوي، چې د طالبانو د زیاتیدونکی ګواښ په مقابل کې باید کوښښ وشي، چې دوی د سیاست ډګر ته راوستل شي نه داچې په مقابل کې له پوځي کاروایي کار واخیستل شي.

خو د طالبانو پلویان بیا له دې لویه خبره کوي او وایي که چیرې طالبانو ته د افغانستان په سیاسي نظام کې ځای ورکړل شي نو افغانستان به ارامه شي.

ډېلي تیلي ګراف:

ډېلي تیلي ګراف ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د اداري فساد په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، چې د جرایمو او نشه يي توکو ضد نړیوالې ادارې مشر انتونیو ماریکا کوستا رپوټ وایي، چې هغه افغانان چې د خپلو کارونو لپاره یې دولتی ادارو ته مراجعه کړې وایي، په سلو کې څلوېښتو مواردو کې له دوی څخه د رشوت غوښتنه شوې ده.

رپوټ زیاتوي هغه سیاسي نظامي چې د دغسې اداري فساد په سیوري کې وي د بقا چانس نه لري.

ورځپاڼه زیاتوي، په یو هېواد کې چې د فرد کلنی عاید یواځې ۲۶۰ ډالره دې معمولي رشوت سل ډالره دي.

خو شته داسې قاضیان، څارنوالان، د پولیسو افسران او دولتي چارواکي چې شپږ سوه ډالر رشوت غواړي.

ښوونکي، ډاکټران، اونرسان بیا لږې پيسې غواړي.

رپوټ وایي، چې په افغانستان کې دعامه خدماتو یو کار پرته رشوته نه شي ترسره کیدای.

او افغانان په دې نظر دي چې د مدافع وکیل له استخدامه قاضي ته رشوت ورکول ارزانه تمامیږي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس