راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

خبرونه / افغانستان

معنوي:ځيني كانديدان له ټاكل شوو اصولو نه سرغړونه كوي

24.04.1389
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون وايي، چي د ولسي جرګې د كانديدانو په اړه ورته د خلكو ډېر شكايتونه رسېدلي او داسي مالومېږي چې له ټاكل شوو اصولو څخه يو شمېر كانديدان سرغړاونه كوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد معنوي نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د ۸۵ تنو كانديدانو په اړه شكايتونه ورته شوي، چې د كمپاين د اصولو په ځانګړي توګه عكس لګولو او شعارونو په برخه كې يې سرغړونې كړي دي.

په عين حال كې نوموړي وويل، چې د ولسي جرګې د رايي وركونې د پاڼو د چاپ كارهم پيل شوى دى، دغه پاڼې په دوبۍ كې د څه باندې دو ميليونه ډالرو په لګښت چاپيږي.

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس