د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

افغان ولسمشر د مونشن په کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته لاړ


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د ګډون په هدف نن له غرمې وروسته جرمني ته روان شو.

جمهوري ریاست وایي چې ښاغلی غني به د مونشن په کنفرانس کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د چارو یو شمېر کتونکي بیا وایي، ولسمشر باید په دې کنفرانس کې د افغانستان امنیتي ستونزې ته د سیمه ییز او نړیوال حل غوښتنه وکړي.

افغان ولسمشر به جرمني ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د مونش په امنیتي کنفرانس کې له ګډون سربیره د دغه کنفرانس د یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.

جمهوري ریاست وایي چې د مونشن کنفرانس بحثونه د ترورېزم ضد مبارزې، د کډوالۍ ناورین، سیمه ییز ثبات، د ناټو راتلونکې او اقلیمي وضعیت باندې متمرکز دي، خو ولسمشر غني به د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې له اشرف غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او د جمهوري ریاست ستر سلاکار محمد همایون قیومي ملګرتیا کوي.

ولسمشرغني تېر کال ژمی هم په مونشن کنفرانس کې ګډون کړی و او هلته یې له نړېوالو وغوښتل چې له افغانستان سره د وسله والو مخالفو ډلو په ځانګړې توګه داعش په ځپلو کې مرسته وکړي.

ولسمشر سږ کال په داسې حال کې مونشن کنفرانس ته ځي چې یو شمېر امریکایي چارواکو ۲۰۱۶ کال له امنیتي او سیاسي پلوه افغانستان ته ستونزمن بللی دی.

د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر له دې وړاندې ویلي و چې راتلونکی کال د افغانستان لپاره له امنیتي پلوه خطرناک دی او په دې وروستیو کې د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر وویل چې افغان حکومت به روان میلادي کال له سیاسي ناکامۍ سره مخ شي.

د امنیتي چارو یو شمېر څیړونکي بیا وایي، ولسمشر باید د مونشن په کنفرانس کې د افغانستان امنیتي ستونزې ته د سیمه ییز او نړېوال حل غوښتنه وکړي.

د شخړې او سولې د تحقیقاتي مرکز یوه څيړونکي حکمت الله اعظمي ازادي راډيو ته وویل، ولسمشر چې څومره د افغانستان روانه ستونزه په لویه کچه مطرح کړي، په هماغه اندازه به د نړیوالو ملاتړ را جلب کړي.

ښاغلي اعظمي زیاته کړه:

"نن افغانستان کې هغه ډلې چې جنګیږي، جغرافیه یې یوازې افغانستان نه دی، بلکې افغانستان نه دباندې هم هغوی دلچسپي لري چې هغه پاکستان دی، چین دی، مرکزي آسیا، ایران او همدا رنګه روسیه، همدا یو علت کیدلی شي چې ولسمشر وکولای شي د نړېوالو حمایت را جلب کړي، که ولسمشر څومره اوسنۍ ستونزې او د داعش خطر لوی وښيي، په هماغه اندازه د نړیوالې ټولنې حمایت لاسته راوړی شي."

ولسمشراشرف غني په داسې حال کې په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د امنیت په اړه خبرې کوي چې په کور دننه یې د پاکستان، چین او امریکا په همکارۍ له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې پیل کړي دي.

په دې ترڅ کې ټاکل شوې د کب میاشتې په څلورمه نیټه د څلورم ځل لپاره د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي د سولې په اړه په کابل کې سره جرګه شي.

عامو خلکو او د ملي شورا یوشمیر غړو له دې وړاندې د امریکا او چین په ګډون د سولې روانو خبرو ته هیله ښکاره کړې او افغان چارواکو هم ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې هواریدونکې نه ده.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG