د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د انتخاباتي اصلاحاتو د غوراوي کمېټه به ډېر ژر کار پیل کړي


د اجراییه ریاست چارواکي وایي، د غوراوي کمېټه به ژر خپل کار پیل کړي او ولسمشر ته به د کمېشنرانو د غوراوي لپاره خپل لیست وروسپاري.

په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو پر سر د حکومت ، ملي شورا او د انتخاباتي کمېسیونونو ترمېنځ نانندرۍ ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دي.

اجراییه ریاست وايي، د انتخاباتي اصلاحاتو په هدف د کمېشنرانو د غوراوي کمېټه به ډېر ژر خپل کار پیل کړي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د غوراوي کمېټه د کابینې دهغې طرحې پر اساس خپل کار پيلوي چې د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې تایید شوه.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"تېره ورځ د هېواد کابینې د انتخاباتي اصلاحاتو طرحه او په هغې کې مشخص د غوراوي د کمېټې لپاره چې کوم طرحه پیشنهاد شوې وه تایید کړه، د دې فیصلې پر اساس به د غوراوي کمېټه په نېږدې راتلونکې کې خپل کار ته بېرته دوام ورکوي، تر څو د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د راتلونکو کمېشنرانو لیستونه حکومت ته پیشنهاد کړي او د هماغو لمنځه حکومت اشخاص د کمېشنرانو په توګه انتخاب کړي."

د افغانستان کابینې د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتي کمېسیونونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر د یوه تقنیني فرمان طرحه تایید کړه او د ملي شورا له رخصتۍ وروسته به ولسي جرګې ته ولېږل شي.

د افغانستان کابینه په داسې حال کې د انتخاباتي اصلاحاتو طرحه تاییدوي چې د قوس په ۳۰مې نېټې ولسي جرګې د رایو په اکثریت په همدې اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ.

وروسته بیا د غواراوي کمېټې د ولسي جرګې د همدغه پرېکړې پر اساس خپلې چارې ودرولې او دایې وویل چې ولسمشر باید د دوی د کار د مشروعیت لپاره بیا تقنیني فرمان ورکړي.

د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې د کابینې غونډې د انتخاباتي اصلاحاتو دویمه طرحه له کوم تغیر پرته تایید کړې چې دا به د ملي شورا او حکومت ترمنځ ستونزې نورې هم ډېرې کړي.

د حقوق پوهانو د ټولنې مشر اجمل هوډمن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل که ملي شورا د ژمنیو رخصیتو له ختمېدو وروسته بیا د انتخاباتي اصلاحاتو طرحه رد کړي د غوراوي کمېټې چارې هېڅ قانوني بڼه نه لري.

دا چې د انتخاباتي اصلاحاتو پر سر د حکومت او ملي شورا ترمنځ نانندرۍ به تر کومه دوام وکړي او بالاخره قانوني حل لاره څه کیدای شي؟ همدغه پوښتنه مې له له ښاغلي هوډمن څخه وکړه.

"حقوقي حل لاره زما له نظره همدا ده چې د انتخاباتو مخکنیو قوانیو باندې عمل وشي که چېرې کوم لوری د افغانستان دولت په مجموع کې سیاسي ګوندونه یا د تېرو انتخاباتو بېلابېل اړخونه د انتخاباتي کمېسیونونو پر کوم غړي او یا ټولو باندې اسناد او شواهد ولري چې هغوی د افغانستان اساسي قوانین او یا دانتخاباتو قوانین نقض کړي دي او یا یې په خپلو دندو کې بې طرفي نه وي ساتلې هغه لرې کیدای شي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د تقنین د کمېسیون ځیني غړي که له یوې خوا انتخاباتي اصلاحات مهم بولي خو اندېښنه یې داده چې په حکومت کې دننه ځینې کړۍ د اصلاحاتو پر پلمه غواړي خپلې شخصي ګټې وپالي.

د تقنین د کمېسیون غړې اغلې اصفې شاداب د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که د حکومت دوه ټیمونه چې اوس په راس کې دي له خپلو شخصي غوښتونو په شاه نه شي او هر لوری د انتخاباتي اصلاحاتو پر پلمه په انتخاباتي نظام کې د خپل ټیم د ځای پرځای کېدو هڅه وکړي راتلونکې انتخابات به له پخوا هم بدنامه او هېواد به د بحران لور ته بوځي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG