د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

په افغانستان کې د امریکا پر پوځ فشارونه په زیاتېدو دي


د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د زیات ملاتړ په برخه کې د امریکا پر پوځ فشارونه په زیاتیدو دي.

یو شمېر افغان او امریکایي پوځي چارواکي وایي، د دې لپاره چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د حملو مخه ونیسي، له دغو ځواکونو سره هوایي ملاتړ په دې برخه مهم رول لوبولی شي.

په کندهار کې میشت د ۲۰۵ نمبرقول اردو قومندان جنرال داود شاه وفادار وایي، یواځې هوایي ملاتړ او هوایي بریدونه طالبان ماتولی شي.

د رویټرز په وینا د زیات هوایي ملاتړ لپاره د هغه غوښتنه کومه نوې خبره نه ده خو هغه په داسې حساس وخت کې مطرح کیږي چې د وسله والو طالبانو مخ په زیاتیدونکو حملو په تیره بیا د کندوز سقوط ته په پام سره په دې اړه چې افغان امنیتي ځواکونه زیات هوایي ملاتړ ته اړتیا لري، بحثونه تاوده شوي دي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کېمپبل چې دنده یې پای ته رسیدلې، تیره اوونۍ د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل، د ده په باور وسله والو طالبانو سږکال د امریکا په مشرۍ ایتلاف د الوتکو د شمېر له کمیدو ګټه پورته کړې ده.

د راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتو تېرکال څلورسوه هوایي بریدونه کړي و چې په ۲۰۱۴ کال کې یې چې د دې هېواد محارب ماموریت په بشپړ ډول دوام درلود، شمېر ۱۱۰۰ حملو ته رسیده.

تېره میاشت امریکایي الوتکو په هلمند کې په دو ورځو کې ۱۲ هوایي بریدونه وکړل. د دغو حملو هدف د هغو شاوخوا لسو امریکایي خاصو سرتیرو ملاتړو چې له افغان ځمکنیو ځواکونو سره خدمت کوي.

جان کېمپبل وویل، که طالبان پر ایتلافي ځواکونو برید وکړي دا د ده مسولیت دی چې له ټولو امکاناتو یې د په شاتمبولو لپاره کار واخلي. خو پر هغوی یواځې د دې لپاره چې طالبان دي باید برید وشي، دی د دې کار صلاحیت نه لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی خاص استازی جېمس ډبینز وایي، محارب هوایي ملاتړ، د جګړې له ډګره د ټپیانو انتقالول او استخباراتي او اکتشافي ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو لپاره لومړیتوبونه دي.

XS
SM
MD
LG