د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

اتمر: ۲۰۱۶ کال به په افغانستان کې د ثبات کال وي


د ملي امنیت د شورا مشر محمد حنیف اتمر
د ملي امنیت د شورا مشر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د ملي امنیت شورا هیلمنه ده چې په افغانستان کې به امنیتي وضعیت روان میلادي کال ډير ښه شي. دا هیله په داسې وخت کې څرګندیږي چې د امریکا استخباراتي او پوځي چارواکو دې وضعیت ته اندیښنه ښوولې ده.

د ملي امنیت د شورا مشر محمد حنیف اتمر دا خبره په کابل کې د روسیې له سفیرالکساندر مانتیسکي سره د چهارشنبې په ورځ په خپل دفتر کې د لیدو پر مهال وکړه.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې ۲۰۱۶ کال د افغانستان د ملي پایښت او د افغانستان د ملي ثبات او په افغانستان کې د ملي امنیت او د تلپاتې ثبات د ټینګښت کال دی. د ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ چې په ۲۰۱۶ کال کې به د افغانستان خلکو ته افغان دولت د موثرو امنیتي او اقتصادي پروګرامو د پلي کیدو له لارې اطمینان ورکړي چې امنیت ټینګیږي."

حنیف اتمر یوه ورځ وروسته تر دې، ۲۰۱۶ کال د افغانستان لپاره د ثبات کال یاد کړ چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادراې مشر جیمز کلیپر په واشنګټن کې د سنا غونډې ته وویل چې افغان حکومت به روان میلادي کال د سیاسي ناکامۍ له خطر سره مخامخ شي.

د افغانستان جمهوري ریاست د جمیز کلېپر د خبرو په اړه ویلي دي چې دا تر ډیره په سیمه کې د شته ګواښونو تصویر ارزیابي کوي.

د افغانستان حکومت وایي چې د کلیپر خبرې د افغانستان پر ځای د سیمې د عمومي وضعیت د څرنګوالي په اړه دي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي ای اې مشر وایي چې په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات شوي او د هغوی په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

طالبانو څه باندې دوې اوونۍ مخکې د پګواش موسسې له لورې په قطر کې د سولې لپاره په جوړې شوې غونډه کې یو ځل بیا پر خپل پخواني دریځ ټینګار وکړ او د سولې د خبرو لپاره یې وار له مخه شرطونه کیښودل، دوی وویل چې بهرني ځواکونه باید ټول له افغانستانه ووځي او د دوی ټول زندانیان راخوشي شي.

د سي ای اې مشر تر خبرو مخکې د امریکا یو شمیر پوځي چارواکو ویلي وو چې د افغانستان امنیتي شرایط سم نه دي نو امریکا په دغه هېواد کې د اوږدمهاله جګړو لپاره تیاری نیسي او ښایي د همدې لپاره امریکایي ځواکونه د اوږدې مودې په مخه په افغانستان کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG