د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

له حکومت څخه د شپږو والیانو غوښتنې


د افغانستان د شپږو ولایتونو والیان په خپلو سیمو کې پرامنیت او د پوهنې په نظام کې پر ستونزو اندیښنې ښيي.

د زیربنايي پروژو پلې کول، امنیت او د پوهنې د نظام د پرمختګ لپاره د امکاناتو برابرول هغه غوښتنې وې چې د هرات، بامیانو، پروان، دایکندي، نیمروز او کاپیسا والیانو، د شنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې مطرح کړې.

دوی ویل، ځینې ستونزې د حکومت له خوا اوارې شوي؛ خو اوس هم ضرورت شته چې د دوی په سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو لیکې پیاوړې او د ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو وضعیت ته پاملرنه وشي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي وویل؛ په کار ده چې د عملیاتو په نتیجه کې له مخالفینو څخه پاکې شوې سیمې؛ په سیمه ییزو پولیسو وساتل شي:

"موږ د امنیت شورا او د کورنیو چارو وزارت ته جدي غوښتنې وړاندې کړې چې په ولایتونو کې دې سیمه ییز پولیس زیات کړي؛ دا کار کولی شي ثبات رامینځته کړي."

په دې وروستیو کې جمهور رييس اشرف غني سپارښتنه کړې چې په هره اوونۍ کې به شپږ والیان کابل ته راځي او خپلې سیمه ییزې ستونزې او وړاندیزونه به له ده سره مطرح کوي.

دا هڅه په داسې حال کې پیل شوې چې جمهور رییس په دې وروستیو کې د کندز والي او د هغه ولایت د ملي امنیت رييس په دندو کې د بې پروايۍ له امله؛ له دندو ګوښه او ځینې مسوولین یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

همدارنګه نورو والیانو وویل، په ځینو سیمو کې ناامني سبب شوې چې ګڼ شمېر ښوونځي تړلي پاتې شي.

دوی دا هم وویل، اوس هم داسې سیمې شته چې ښوونځي یې ودانۍ نه لري.

د دایکندې والي معصومه مرادي وویل:

"د پوهنې په برخه کې زیاتې ستونزې لرو؛ د دایکندی ولایت په شاوخوا درې سوه پنځه شپته ښوونځیو کې ښايي اتیا یا نوي یې فعال وي چې دا شمېره د زده کوونکو غوښتنو ته ځواب ویونکې نه ګڼم."

دغو والیانو له حکومته هیله وکړه چې په یادو ولایتونو کې دې د خلکو د اقتصادي ودې لپاره؛ د کار موندلو پروژې پلي کړي.

د شپږو ولایتونو والیان دا خبرې په داسې حال کې کوي چې جمهور ریيس په خپلو ویناګانو کې د خلکو د ستونزو د اوارۍ او د پوهنې د نظام د پرمختګ ژمنې کړي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG