د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

منګل: د سیمه ییزې سولې لپاره موږ ټول باید ګډې هڅې وکړو


د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ په کار ده چې د ډیورند کرښې دواړه خواووې قومونه، ولسونه، ملي او سیاسي شخصیتونه د ګډو مصیبوتونو د لرې کولو او سیمه ییزې سولې لپاره ګډې هڅې وکړي.

د ډیورند کرښې د دواړو خواوو یو شمېر ملي او سیاسي مشران سیمې او افغانستان ته د سولې د راوستلو او امن په ټینګښت ټینګار کوي.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د پښتنو د ملي او سیاسي مشر افضل خان لالا په یاد غونډه کې خبرې کولې؛ وویل چې تشدد، محرومیت او د پردیو لاسوهنې په ټوله افغاني خاوره د ګډ مصیب په توګه سیوری غوړولی دی.

خو د ښاغلي منکل په وینا، د دې مصیبت نه د وتلو لارې چارې هم ګډې دي:

"د دې مصیبت څخه د وتلو لارې چارې هم ګدې دي او باید چې د سیمه ییزې سولې لپاره موږ ټول سره یو ځای او ګدې هڅې او تلاشونه وکړو."

په کابل کې د پښتنو د سیاسي مشر افضل خان لالا یاد غونډه د سرحدونو قومنو او قبایلو چارو وزارت په کوربه توب جوړه شوې وه چې د خیبر پښتنونخوا او بلوچستان څخه راغلو یو شمېر ملي او سیاسي شخصیتونو هم په کې برخه اخیستې وه.

په دغه ۱۰ کسیز پلاوي کې آفتاب احمد خان شېرپاو؛ اسفندیار ولي خان، افراسیاب خټک، سناتور عثمان کاکړ او محمود خان اڅکزی له با نفوذو او مهمو سیاسي څېرو څخه بلل کېږي.

دغه پلاوي له ولسمشر غني او یو شمېر نورو افغان مشرانو سره هم کتلي او د راونو ستونزو د حل او د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د پراختیا او ښه کولو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم په دغه غونډه کې د عدم تشدد او د سولې د راوستلو په برخه کې د دواړو خواوو په هڅو او کوښښونو ټینګار وکړ.

خو ښاغلي کرزي وویل، دیارلس کلنو تجربو وښوده چې د افغانستان او د ډیورند کرښې دواړو غاړو خلک د پردیو او لوی قدرتونو د اهدافو لپاره تر پښو لاندې شوي او وژل کېږي.

"له دې دیارلسو کلونو تجربو څخه چې راپېښې شوې په کله په دې عقیده یم چې دا سیمه؛ افغانستان، د ډیورنډ د دواړو غاړو خلک او د پاکستان خلک هم د پردیو د مفاداتو لپاره تر پښو لاندې شول؛ د لویو قدرتونو د اهدافو لپاره تر پښو لاندې شول او وژل کېږي."

د پاکستان د عوامي نشل پارټي ګوند مشر اسفندیار ولي خان په خپلو خبرو کې په سیمه کې د سولې پر راوستلو ټینګار وکړ ویې ویل؛ نړۍ ته به دا ثابته کړو چې افغان تخریبکار او ترهګر نه دی:

"کوم شهیدان چې موږ ورکړي دي؛ کومې خویندې، میندې چې زموږ شهیدانې شوې دي؛ دومره درته وایم چې هغه یتیمان بچې د هغوی نظر هم نن تاسې ته دی؛ هغه کونډې چې په کورونو کې ناستې دي؛ د هغوی نظر هم تاسې ته دی، دا راباندې قومي فرض دی چې دې خاورې له به امن راولو او واپس به یې دنیا ته ښکاره کوو چې پښتون او افغان چې دی دا نه تخریبکار دی او نه دهشت ګرد دی."

په دغه غونډه کې د افضل خان لالا د کار او ژوند په اړه د خبرو تر څنګ ګډنوالو له راغلي پلاوی وغوښتل چې په سیمه او افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره دغه شان ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

د دوی په وینا، د افغانانو کورته د نورو په لاس د سولې د راوستلو پر ځای به ښه وي چې دوی خپله خپل کورته سوله روالي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG