د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

مسلمیار: روسیې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته لېوالتیا ښودلې


روسیې ته د افغان دولتي پلاوو د سفر په لړ کې دا ځل د مشرانو جرګې یوه پلاوي له روسیې غوښتي چې له افغانستان سره د ټروریزم پر وړاندې د مبازې او د افغان ځواکونو په تجهیز کې مرسته وکړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار روسیې ته د دې جرګې د پلاوي سفر ګټور بولي او وايي چې د خپل سفر راپور به ولسمشر ته وړاندې کړي.

ښاغلي مسلمیار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ روسیې لېوالتیا ښودلې چې افغانستان سره په پوځي او نورو بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي:

"خوشبختانه ووایم چې د روسیې علاقه مندي افغانستان سره له پخوا نه زیاته وه او امیدواري ښودل کېده؛ همدا وو چې د افغانستان حکومت د پخوانیو غوښتنو په اساس لس زره میله کلاشینکوف منظور شوي؛ ان شا‌ءالله په شل اینده شپو کې نهایت تر میاشت به د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په واک کې ورکړل شي."

د مشرانو جرګې دا پلاوی تېره اونۍ د روسیې د مشرانو جرګې د رییس په بلنه هغه هېواد ته سفر کړی و او هلته یې د بهرنیو چارو وزارت او له مخدره موادو سره د مبارزې له مسولینو او د ملي شورا له غړو سره کتلې دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم د روسیې په "سنټ پیټرس بورګ" ښار کې په درې ورځنۍ سیمه ییزه غونډه کې ګډون کړی.

له دې وړاندې د ولسمشر غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم او د ولسي جرګې یو پلاوي هم له افغانستان سره د روسیې د همکارۍ د راجلبولو په خاطر هغه هېواد سفرونه درلودل.

په دې ورستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې یو شمېر روسي چارواکي د افغانستان په شمال کې له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره له یو شمېر کسانو او بېلابېلو ډلو سره خبرې کړي.

ښاغلي مسلمیار وویل، روسیې اړخ په سیمه کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې هر عمل به د افغانستان حکومت سره په تفاهم ترسره کړي.

د مشرانو جرګې رییس وویل چې دواړه هېوادونه د یوې ګډې کمیټې په جوړولو هم توافق ته ورسیدل او د دې کمیټې مشران د دواړو هېوادونو له خوا ګمارل شوي دي.

له بلې خوا افغان پوځي څېړونکي سره له دې چې له افغانستان سره د روسیې مرستې ګټورې ګڼي؛ خو وايي چې دا باید د امریکا په تفاهم ترسره شي.

حی ګل سلیمان خېل په دې اړه وویل:

"که روسیه له موږ سره د تروریزم د ځپلو لپاره پوځي مرسته وکړي؛ ډېره مهمه ده، خو دا مرسته باید د امریکا او نورو متحدینو په مشورې وشي."

له دې وړاندې په افغانستان كې د ناټو ځواكونو عمومي قومندان جنرال جان اېف کمپبل ویلي چې له روسیې څخه د مرستې په غوښتلو کې ستونزه نه لري؛ خو ویلي چې په سوریه کې د روسیې مداخلې ته په کتو افغانستان سره د دغه هېواد مرستې پوښتنې پیدا کوي.

خو د مشرانو جرګې رییس ټينګار کوي چې افغانستان یو مستقل هېواد دی او حق لري ترڅو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره دوستانه اړیکې لري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG