د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

پر پاریس حمله کوونکي پېژندل شوي


یو شمېر ورځپاڼو په پاریس کې له وروستیو تروریستي حملو سره د تړاو په تور؛ د مشکوکو کسانو نومونه، عسکونه او د هغوی په اړه ابتدایي معلومات خپاره کړي دي.

فرانسوي چارواکي وايي، د جمعې په شپه په پاریس کې په تروریستي حملو کې 7 تنه مشکوک ووژل شول؛ خو 3 حمله کوونکي ژوندي پاتې شوي او تښتېدلي دي.

رپوټونه وايي، په دې کسانو کې یو د حملې اصلي مشکوک طراح عبدالحمید اباعود دی. دوهم مشکوک صلاح عبدالسلام نومیږي او دواړه لادرک دي.

د بریتانیې چاپ ورځپاڼې اندپنډنټ تر اوسه په دې تړاو د 7 مشکوکو کسانو نومونه او معلومات خپاره کړي دي.

د حملو مشکوک طراح: عبدالحمید اباعود

عمر: 27 کلن

پېژندنه: عبدالحمید اباعود په خټه مراکشی او په بلجیم کې اوسیدلی دی. د فرانسې راډيو RTL وايي چې اباعود په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش له ډېرو فعالو جلادانو دی.

دی په اصل کې د بلجیم د بروکسل ښار د مولنبیک سیمې اوسیدونکی دی او په بلجیم کې یې هم په ځينې تخریبي حملو کې لاس درلود. اباعود غالباً په پاریس کې د جمعې د شپې حملې پلان کړي او پیسې یې ورباندې لګولې وې.

رپوټونه وايي چې عبدالحمید اباعود په 2013 میلادي کال کې له داعش سره یوځای شوی دی. اباعود له سوریې په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل شوی چې مړي یې په یوه لارۍ کې بار کړي او هدیرې ته یې لیږدوي.

دوهم مشکوک: صلاح عبدالسلام

عمر: 26 کلن

پېژندنه: صلاح په بلجیم کې زېږېدلی او ستر شوی دی.

صلاح په فرانسه کې په وروستیو تروریستي حملو کې له مهمو کسانو ګڼل کیږي. دی هم تښتیدلی دی. ویل کیږي چې صلاح هغه "فلکس واګن" موټر چې په پاریس کې پر کنسرټ په حمله کې کار ځینې اخیستل شوی؛ کرایه کړی و.

د فرانسې پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی چې صلاح دی خطرناک دی او نه دي ور نږدې کیږي.

درېیم مشکوک: ابراهیم عبدالسلام

عمر: 31 کلن

پېژندنه: دی د محمد او صلاح عبدالسلام ورور دی.

رپوټونه وايي چې ابراهیم د جمعې په ماښام یوه بار ته نږدې خپل واسکټ چې له چاودېدونکو موادو ډک و؛ چاودلی دی.

د فرانسې څارنوالانو ویلي، ابراهیم هم یو موټر کرایه کړی و چې وروسته په حمله کې کار ورڅخه اخیستل شوی دی.

څلورم مشکوک: محمد عبدالسلام

عمر: نه دی څرګند

پېژندنه: محمد د شنبې په ماښام د بلجیم د بروکسل ښار په مولنبیک سیمه کې ونیول شو او له حملو سره په تړاو تورن شوی دی. محمد وکیل نیولی او د ځان د بې ګناهۍ د ثابتولو لپاره یې محکمې ته عرض کړی دی.

پینځم مشکوک: بلال هدفي

عمر: شل کلن

پېژندنه: بلال هم د بلجیم اوسیدونکی دی. واشنګټن پوسټ وايي چې دی د پاریس په سټېډیوم کې له حمله کوونکو دی. داسې ګڼل کیږي چې بلال په سوریه کې د اسلامي دولت له ډلې سره وخت تېر کړی او بیا بلجیم ته ستون شوی دی.

شپږم مشکوک: عمر اسمعیل مصطفعي

عمر: 29 کلن

پېژندنه: د فرانسې پولیسو تر ټولو حمله کوونکو مخکې؛ د عمر په اړه معلومات ترلاسه کړل. عمر په خټه د الجزایر دی او د پاریس ښار په جنوب شرق کې د "کورکورون" په سیمه کې ستر شوی دی.

پولیسو د حملې په ځای کې د عمر د لاس یوه ګوته موندلې وه او د هغې پر اساس یې پېژندلی دی. ویل کیږي چې دی هم دوه کاله مخکې ترکیې ته تللی و؛ خو داسې اسناد نه شته چې سوریې ته د هغه د تګ - راتګ ثبوت وګڼل شي.

اووم مشکوک: احمد المحمد

عمر: 25 کلن

پېژندنه: د احمد المحمد پاسپورټ تر حملې وروسته د پاریس سټېډیوم ته نږدې موندل شوی و.

دا پاسپورټ د سربیا په جنوب کې یوه کډوال ثبت کړی دی.

فرانسوي چارواکو نه دي ویلي چې د حمله کوونکي د ګوتو نښان د هغه چا د ګوتو له نښان سره برابر دی چې پاسپورټ یې په سربیا کې ثبت کړی؛ خو د فرانسې پولیسو د سربیا له پولیسو معلومات غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG