د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

بمي چاودنې په بنو کې يو بل طالب ضد قبايلي مشر وژلى


د خيبر پښتونخوا په جنوبي سيمې بنو کې د وسله والو طالبانو پر ضد د جوړ شوي امن لښکر او يوه مخور قبايلي مشر پر موټر بمي چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې دغه قبايلي مشر وژل شوى دى.

په بنو کې امنيتي چارواکيو رسنيو ته ويلي چې د يکشنبې په ورځ له پاکستان د نيمه قبايلي سيمې بنو له ښاره بهر د "ټوچي ناله" په سيمه کې د امن لښکر د مشر ملک سيد علي وزير پر موټر بمي چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې ملک سيد علي وزير مړ او د هغه يو زوى سخت ټپي شوى دى.

د ځايي سرچينو په وينا، ملک سعد علي وزير د بکاخېل قبيلې مخور مشر و چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې په دې سيمه کې د طالبانو د مخنيوي په هدف د امن لښکر مشري پر غاړه لرله.

د بنو يوه ځايي خبريال ګوهر وزير چې پېښه يې له نزدې څارلې؛ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې پېښې په اړه وويل:

((دغه چې دلته کومه په غوره بکاخېل کې د مقامي طالبانو پر ضد باندې د امن لشکر جوړ شوى و؛ د هغې مشر و. په دې باندې دا تقريباً درېيم بريد و چې ورباندې کېدلو. مخکې هم د ده ګاډى الوزول شوى و چې دى په کې بچ و؛ خو نن چې کومه چاودنه شوې ده؛ په هغې کې دى مړ شوى.

په دې موقع باندې ده سره د ده دوه بچيان هم ول چې يو په کې سخت ټپي شوى، پښې يې ماتې شوي او د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوى دى.))

امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په بنو کې يې د امن لښکر د مشر تر بمي چاودنې وروسته يې سيمه محاصره او تلاشي عمليات هم کړي؛ خو د پېښې د مسوولينو د نيولو په اړه يې څه نه دي ويلي.

ډيورنډ کرښې ته څېرمه په قبايلي او د خيبر پښتونخوا په سوات او نورو سيمو کې په دې وروستيو کې پر حکومت پلوه قبايلي مشرانو؛ د امن کومېټې پر غړيو او همداراز د بېلابېلو سياسي ګوندونو پر غړيو بريدونو ډېر شوي چې تر دې دمه په کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

دا بريدونه په داسې وخت کې ډېر شوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د تېر ٢٠١٤م کال راهيسې په شمالي وزيرستان کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي چې په دې عملياتو کې يې زرګونه کورني او بهرني وسله وال وژلي؛ د هغوى مرکزونه او پټنځايونه يې له منځه وړي او نېټ ورک يې ورته ختم کړى دى.

د يادونې وړ ده چې که څه هم په بنو کې د طالب ضد امن لښکر پر مشر د بريد مسووليت لا تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى؛ خو تر دې مخکې په باجوړ او همداراز په نورو قبايلي سيمو کې د قبايلي او امن لښکر پر مشرانو د بريدونو مسووليت وسله والو پاکستاني طالبانو منلى دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG