د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

"په کندز کې د بشري حقونو سرغړونکي باید د جنګي مجرمینو په توګه محاکمه شي"


د انتقالي عدالت د همغږۍ په نامه مدني تولنې له افغان حکومت او نړېوالو سازمانونو وغوښتل چې په کندز کې د جګړې پر مهال د بشري حقونو ناقضین د جنګي مجرمینو په توګه محاکمه او سزا دې ورکړي.

په کندز ولایت کې د وروستۍ جګړې دواړو لورو بشري حقونه نقض کړي او دې کار د بشري حقونو یوشمېر سازمانونه، مدني ټولنې او عام خلک اندېښمن کړي دي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ په نوم یو مدني بنسټ د یکشنبې په ورځ د کندز وروستی وضعیت له بشري اړخه یو ناورین وباله او د بشر حقونو د نا قضینو د پېژندلو او محاکمې غوښتنه وکړه.

دوی په خپل پریکړه لیک کې له افغان حکومت، ملګروملتونو او د بشري حقونو له مدافع ټولنو وغوښتل چې په کندز کې د بشري حقونو سرغړونکي د جنګي مجرمینو په توګه محاکمه کړي.

دې بنسټ د پیښې په اړه یو پریکړه لیک هم صادر کړ چې یوه برخه یې د بنسټ دغړي بصیر فیضي له خوا داسې ولوستل شوه:

((د ملګرو ملتو له سازمان او په تېره د جرایمو له نړېوالې محکمې څخه غواړو چې د خپل صلاحیت په پام کې نیولو سره چې افغانستان هم په کې شامل دی؛ کار واخلي او په افغانستان کې د بشري حقونو دغه سرغړونکي معلوم او جزا ورکړي.))

د تیرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د کندز په مرکز حمله وکړه او د ښار مهم دولتي او امنیتي تاسیسات یې ونیول.

په دې پیښه کې د کندز ښاریانو، سوداګرو اوامنیتي ځواکونوته، درانه زیانونه ورسیدل.

راپورونه وايي چې د پیښې پرمهال په لسګونو خلک وژل شوي؛ کورونه تالا شوي، د ښار ځینې سیمې سوځېدلي، په ځینو سیمو کې له ښځو سره جنسي تیري شوي او په زرګونو خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړشوي دي.

د بخښنې نړېوال سازمان هم له دې وړاندې په کندز کې بشري وضعیت د اندیښنې وړ بللی و.

د کندزد پېښې په هکله راپورونه داهم وايي چې د یادې پیښې له نامناسبه وضعیت څخه ځینو غیر مسوولو وسله والوهم ګټه اخیستې؛ خلک یې ځورولي او د ځینو کورونو مالونه یې چور کړي دي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ بنسټ پرطالبانو سربېره د غیر مسوولو وسله والو اعمال هم وغندل او تاکید یې وکړ چې حکومت دې، د خپلسرو وسله والو مخه ونیسي.

د دې ټولنې یوه بل غړي عبدالودود پدرام وویل:

((دا خلک باید د قانون په چوکاټ کې وي؛ د هېواد په هیڅ ګوټ کې باید غیر مسووله وسله والې ډلې نه وي؛ دا ډلې په ناامنیوکې برخه اخیستلی شي.))

سره له دې چې کندز ښار د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو له ولکې وتلی؛ خو راپورونه وايي چې د دې ښار په ځینو سیمو کې اوس هم جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو پرضد د دوی عملیات د ملکي خلکو د خوندیتوب په خاطر، په دقت سره پرمخ ځي او په لږه موده کې به د کندز ټولې سیمې له طالبانو پاکې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG