د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

په ننګرهار کې د ناامنی له امله به زرګونه ماشومان د پولیو له واکسینه محروم پاتې شي


د ننګرهار د روغتيا رييس ډاکټر نجیب کاموال د یکشنبې په ورځ د پوليو واکسینو د کمپاین په پرانست غونډه کې وویل؛ دا ځل به د پولیو له واکسینو څخه شاوخوا ۴۶ زره ماشومان محروم پاتې شي.

نوموړي وویل، دغه تعدا ماشومان به د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې د ناامنۍ له امله محروم پاتې شي:

((شپږ لکه او شپږ ويشت زره هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي، د خولې له لارې به ويکسین اخلي، خو متاسفانه ۴۶۰۰۰ ماشومان به د امنیتي مشکلاتو له امله بې واکسينه پاتې کيږي چې په اچين، کوټ او هسکه مینې ولسواليو کې دي او همدا رنګه موږ هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې له يوه کال څخه کم وي؛ د زرق یا پيچکاريو له لارې واکسين ورکوو اوس که مخالف دي او که موافق دي؛ باید ځانونه مطمئن کړي چې په دغه درېیو ورځو کې خپلو ماشومانو ته واکسين تطبیق کړي.))

د ننګرهار والي سلیم خان کندزی پر ټولو هیوادوالو غږ وکړ چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین وکړي.

نوموړي وویل، هڅه به وکړي چې د قومي مشرانو او دیني علما په واسطه په هغو مرکزونو کې هم د واکسینو کمپاین تطبیق کړي چې د جنګونو له امله تړل شوي دي:

((تېر ځل مو همدا مشکل په غني کې لرلو چې له مشرانو سره مو وکتل او مشکل مو حل کړو. دا ځل په اچين ولسوالۍ کې ورسره مخ يو. دا چې عملاً په هغه سيمو کې جنګ دی او ومو نه شو کولای چې هلته ويکسين تطبیق کړو؛ خو زموږ کوشش دا دی چې د سیمې د قومي مشرانو اوعلماء کرامو له طریقه دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړو.))
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې په روان ميلادي کال کې تر دې دمه په ټول افغانستان کې د پوليو ۱۲ پيښې ثبت شوي چې پينځه يې په ننګرهار کې دي چې یوازې پینځه پيښې په اچین ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG