د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

کوهستاني: د کندز له زندانه د تښتېدلو بندیانو د بېرته نیونې هڅې تېزې شوي


د افغانستان د زندانونو او محابسو ریاست وايي چې د کندز له زندانه د تښتېدلو بندیانو د بېرته نیونې هڅې یې ګړندۍ کړي او له دوی څخه یو څو تنه یې نیول شوي دي.

پر کندز ښار د طالبانو حملې د دې ښار د زندان سلګونه بندیانو ته د تېښتې زمینه برابره کړه؛ خو د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خانو ریاست وایي چې د تښتېدلو زندانیانو له ډلې یې یوشمېر بېرته نیولي دي.

د زندانونو او محابسو رییس جنرال عبدالحکیم کوهستاني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که تښتېدلي بندیان په خپله بېرته زندان ته رانه شي؛ نو د دوی جرم به دوه چنده شي:

((هڅې روانې دي، امنیتي خواکونه هم هڅه کوي چې فراري زندانیان بېرته راټول کړي؛ یو څو کسه یې تېره ورځ نیول شوي؛ تر اوسه موږ ته نه دي رارسیدلي؛ خو هڅې روانې دي.))

د کندز ښار ورسته له هغې چې تېره دوشنبه د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شو؛ د دغه ولایت د زندان ۶۰۲ تنه بندیان یې ازاد کړل.

که څه هم د زندانونو او محابسو ریاست وايي چې له دغه زندان څخه یې له تېښتې مخکې ۱۲۰ هغه بندیان چې له وسله والو مخالفینو سره یې لاس درلود مرکزي زندان ته انتقال کړي؛ خو ویل کېږي چې په دغو بندیانو کې هم طالبان موجود وو چې د کندز ښار تر نیونې ورسته د دوی په خپلو موټرو کې له زندان څخه انتقال شوي دي.

له دې وړاندې د غزني له زندان څخه هم د طالبانو په یوه حمله کې د درې نیم سوو په شااوخوا کې بندیان تښتېدلي وو چې حکومت یې د بیا نیول کېدو ژمنې وکړې؛ خو تراوسه یې د لاسته راوړنو درک نه لګیږي.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو یو شمېر کارپوان وايي چې که له زندان څخه تښتېدلي بندیان بېرته په خپله زندان ته ورنه شي؛ نو د نیونې په صورت کې به د دوی په جرمونو له زندان څخه د تېښتې سزا هم ورزیاته شي.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي:

((اوس که هغوی په خپله بېرته مراجعه ونه کړي؛ نو هر وخت چې ونیول شول د دوی د تېېتې دغه جرم هم د دوی په زندان په کلونو کې زیاتېږي؛ یعنې یو مقدار نور هم مجازات کېږي چې دوی خودسرانه وتښتېدل؛ زندان یې برېښود او جزا یې ونه لیدله.))

د چارو څيړونکي وایي چې د زندانیانو تښتېدل پر ټولنې ناوړه اغیزه کوي ځکه چې د دوی په ډله کې قاتلین؛ انسان تښتونکي او نور بېلابېل جنایي مجرمین شامل دي.

کارپوهان وايي، له زندان څخه د داشان بندیانو تښتېدل د هېواد امنیت ته هم ستر ګواښ پېښولی شي؛ نو په کار ده چې افغان حکومت د زندانونو د ساتنې برخې ته جدي پام واړوي.

XS
SM
MD
LG