د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

ملي امنیت د کندزد سقوط له امله له خلکو بخښنه وغوښته


د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس د کندزد سقوط له امله له خلکو بخښنه وغوښته.

رحمت الله نبیل دا څرګندونې نن د ولسي جرګې په هغې استجوابیه غونډه کې وکړې چې له ده سربیره د دفاع او کورنیو چارو مسئولین هم ورغوښتل شوي وو.

نوموړي همدارنګه وویل چې د دې ولایت بېلابېلې برخې له مخکي محاصره شوې وې او حکومت د یو شمېر نامعلومو دلایلوله مخې عملیات ونه کړل.

له دغو څرګندونو وروسته د ولسي جرګې عمومې ناسته سري اعلان شوه.

دې ناستې ته د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د دفاع وزارت د اپراسیون رییس افضل امان، د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل او محلي اورګانونو رییس غلام جیلاني پوپل د کندز د سقوط په اړه استجواب شوې دي.

XS
SM
MD
LG