د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

امنیتي چارواکي: ډېر ژر به کندز له طالب وسله والو بېرته ونیول شي


د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، د کندز پر ښار هوايي عملیات پيل شوي او ډير ژر به له وسله والو طالبانو بیرته ونیول شي.

د افغانستان د ملي اردو د لوی درستیز مرستیال؛ جنرال مراد علي مراد پرون (دوشنبه) په کابل کې د کورنیو چارو د وزارت له مرستیال جنرال محمد ایوب سالنګي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د کندز ښار شاوخوا ټولې سیمې د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او د ښار د نیولو لپاره په جدي ترتیباتو لګیا دي.

دغه چارواکو پر کندز ښار پرونۍ حمله تروریستي عمل ګڼلی او ویلي یې دي چې په حمله کې د القاعده شبکې؛ د ازبکستان د اسلامي تحریک وسله والو او نورو بهرنیو جنګیالو برخه درلوده.

د افغانستان د پوځ د لوی درستیز مرستیال؛ جنرال مراد علي مراد پرون په کابل کې خبري غونډې ته وویل؛ پر کندز ښار پرونۍ حمله یوازې په کندز کې وسله والو طالبانو نه ده کړې؛ بلکه له بېلابېلو سیمو وسله وال او د بهرنیو هېوادونو یو شمیر ډلې په دې پيښه کې لاس لري:

((موږ خپلو ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو چې دا وضعیت د زغملو وړ نه دی او دا به ډېر ژر بدل شي او د کندز ښار خلک به بېرته خپل ارام ژوند ته ستانه شي. اوسمهال د کندز په ټولو ولسوالیو او کمربندي سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي چې ځانګړې دندې ورته سپارل شوې دي.))

جنرال مراد زیاته کړه چې د کندز په بالاحصار؛ خان اباد، رحمت اباد، ګورتیپه، یرګنک، پل رحمت بای، قلعه ذال، میدان هوايي او داسې نورو شاوخوا سیمو کې کافي امنیتي ځواکونه موجود دي.

د لوی درستیز د مرستیال په حواله، د کندز ښار په شاوخو سیمو کې امنیتي تدابیر نیول شوي او ډېر ژر به د ښار وضعیت بدل شي.

جنرال مراد هغه رپوټونه هم رد کړل چې وايي؛ پر کندز ښار تر حملې وروسته امنیتي ځواکونو په وخت ملاتړ نه دی شوی.

په همدې خبري غونډه کې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال؛ محمد ایوب سالنګی وویل، امنیتي ځواکونه د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره مجبور شوي وو چې په احتیاط حرکت وکړي او له دې امله نه دي توانیدلي چې د وسله والو د مخنیوي لپاره په خلاص لاس پوځي عملیات ترسره کړي.

ښاغلي سالنګي وویل، پر کندز حمله تروریستانو کړې وه او له بهره یې ملاتړ شوی دی:

((هغه ستونزې چې په کندز کې رامنځ ته شوي؛ په ښار کې یې وضعیت بدل کړی دی. موږ باید په دې سیمه کې خپل اهداف په جدیت سره وڅارو. حکومت دې وضعیت ته جدي او هر اړخیزه کتنه کوي او امنیتي ځواکونه په سیمه کې ځاي پر ځاي دي.

هغه څه چې ډېر اهمیت لري، د ملکي خلکود تلفاتو مخنیوی دی. هر اقدام به د ملکي خلکو د امنیت له په پام کې نیولو سره ترسره کیږي.))

افغان چارواکي وايي چې د کندز ښار تر سقوط وروسته؛ وسله والو د ښار د سروزرو مارکیټ، د خلکو کورونه او دکانونه چور کړي او د خلکو په کورونو او سراییونو کې یې مورچلې جوړې کړې دي.

د کندز ښار د سقوط په اړه ګڼ شمېر پوښتنې شته.

په افغانستان کې د پوځي چارو یو څارونکی، جنرال امر الله امان وايي؛ پر کندز ښار د حملې په اړه حکومت ته معلومات مخکې له مخکې رسیدلي وو؛ خو امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي چې مخنیوی یې وکړي:

((وسله والو کندز د دې لپاره انتخاب کړی و چې غرونه نه لري او هواره سیمه ده؛ ښايي پیسې یې توضیع کړې وي او دا سیمه یې اخیستې وي او څه خیانت دننه په نظام کې هم شته چې حکومت یې باید وڅيړي.))

د افغانستان د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال دا ومنله چې ضد ونقیض معلومات ورته رسیدلي وو؛ خو ژمنه یې وکړه چې د حکومت له خوا یو ټاکل شوی کمیسون به څیړنې وکړي او ډېر ژر به یې دلیل څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG